د افغان کډوالو د جبري ایستنې بهیر له زور اخیستو سره هممهاله، په کابل کې د پاکستان د سفارت سرپرست د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي.
په دغې کتنه کې، امیرخان متقي له کډوالو سره ناسم چلند د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره اندېښمنوونکی او زیانرسوونکی بللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په دې هکله وویل:«بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو پر جبري ایستلو او د ځينو ارګانونو له لوري له کډوالو سره، په نامناسب چلند خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکی او د دواړو هېوادونو اړیکو په زیان وباله او د دغه وضعیت د بدلون غوښتنه یې وکړه.»
له دې سره هممهاله، د سیاسي چارو شنونکي پر دې باوردي، چې پاکستان د افغان کډوالو له مسئلې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او ټینګار کوي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ دوامداره خبرې کولای شي، د دغه کړکېچ د حل یوه لار وي.
د سیاسي چارو شنونکي عبدالصادق حمیدزوی طلوعنیوز ته وايي:«له ټولو نه مخکې؛ خو پاکستان یوه داسې اقدام ته ملا تړلې ده، چې هغه زغم، نفرت او کرکه خپروي، چې هغه به د تل لپاره نههېرېدونکې وي. چې دا نه د پاکستان په خیر ده او نه هم د افغانستان په خیر ده او بیا په ټوله کې کډوال طبیعي ده چې دوی د بېوزلۍ له امله هلته تللي وو. او ډېر وخت له خپل ټاټوبي نه لېرې پاتې شوي؛ نو د دې ځای خاورې سره، د دې ځای له اوبو او ټولو څيزونو سره دی نااشنا دی، نو په هر لحاظ سره که ګرمي وي که یخني وي او که اقتصادي ستونزې وي دی به ورسره لاس او ګرېوان وي.»
د سیاسي چارو شنونکي نجیبالرحمن شمال هم وویل:«د پاکستان نظامي حکومت په بېلابېلو پلمو پر افغان کډوالو فشار راوړی، او زموږ په لسګونه زره کډوال یې په بېلابېلو پلمو له وهلو، بندي کولو، له سپکاوي او بې عزته کولو سره له خپلې خاورې ایستلي دي. البته د دوی دغې کړنې نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي او د نړۍوالې ټولنې نیوکې یې هم ځان ته رااړولې دي.»
بلخوا، ځينې افغان کډوال، چې اوسمهال په پاکستان کې ژوند کوي، د خپل ژوندانه له وضعیته شکایت لري او وایي، له پراخو فشارونو او محدودیتونو سره مخ دي.
پاکستان کې افغان کډوال عتیقالله منصور طلوعنیوز ته وویل:«د ځينو ماشومانو او ځوانانو تعلیم او تحصیل هم نیمګړۍ پاتې شو او هغه افغان چې له کلونو راهیسې له سوداګرۍ سره تړلي دي، د پاکستان له خلکو سره یې معاملې تړلي دي، نهشي کولای چې په دې لنډه موده کې خپل ټول مسایل سره راغونډ کړي.»
پاکستان کې افغان کډواله شبانه هم څرګندوي:«د پاکستان حکومت د قطعي او حتمي پرېکړه ده، چې افغان کډوال به خپل هېواد ته لېږل کېږي، که هغه د (اېسيسي) کارټ لرونکي وي او که د (پياوار)، دمګړۍ د پاکستان د پولیسو په چلند کې د تېر پرتله ډېره نرمي راغلې ده؛ د افغان کډوالو ډېره غټه ستونزه ده، چې په دغه لږ وخت کې خپل پانګې او معاملې څه ډول راټول کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اپرېل له پیلېدو راهیسې، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. د ننګرهار د ځایي چارواکو په وینا، په تېرو ۱۱ورځو کې له پاکستانه شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوال په جبري توګه ایستل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه