Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایستل شوي کډوال: نه کور لرو، نه هم د سرپناه لپاره ځمکه

 له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له زور اخیستو سره هم‌مهاله، ډېری دغه کورنۍ وایي، د سرپناه په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

ځينې دغه کډوال، چې د تورخم له لارې هېواد ته را اړول شوي، وایي چې نه یوازې د اوسېدو لپاره کور نه‌لري؛ بلکې د سرپناه د جوړولو لپاره ځمکه هم نه‌لري.

له پاکستانه را ایستل شوی بختیار طلوع‌نیوز ته وویل:«پس هر څه فصلونه، غواګانې، په نیمه بیه مو وپلورلې، دغه ستونزې وې چې ناببره یې چاپې واچولې، اوس هم یو وراره مې بندي دی.»

له پاکستانه را اېستل شوی محمد نبي هم وايي:«اوس موږ دغه غوښتنه کوو، چې دلته موږ ته ‎څه کار او روزګار برابر شي، کورونه مو نشته، ځمکې نه‌لرو، که وي هم، هغه لړنګ او شاړې پراته دي. موږ ته دې سرپناه برابره کړي.»

له دې سره هم‌مهاله، د کور او ښار جوړولو وزارت د را ایستل شویو کډوالو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو په موخه د هڅو خبره کوي. د دغه وزارت ویاند کمال افغان وایي، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د کډوالو لپاره شپېته ښارګوټي چمتو شوي دي.

کمال افغان زیاتوي:«د کور او ښار جوړولو وزارت، چې د دایمي مېشتېدنې کمېټې مشري په غاړه لري، تراوسه یې په ټول هېواد کې شپېته ښارګوټي، د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره برابر کړي او لا هم زموږ ولایتي ټیمونه اخته دي، چې په ولایتو کې نور ښارګوټي هم ترتیب کړي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام هم په خپل راپور کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستنې زیاتېدو ته نغوته کړې او ویلي یې دي، چې اټکل کېږي په نږدې راتلونکې له پاکستانه ۱٫۶ مېلیونه کسان او دغه‌راز له ایرانه یو شمېر کسان هېواد ته راستانه کړای شي.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د امریکا له‌ لوري د بشري مرستو ځنډېدو او د کډوالو د راستنېدو زیاتېدو، په افغانستان کې بشري وضعیت لا ډېر کړکېچن کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام په راپور کې راغلي:«د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې، له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲٫۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي. او په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو د راستنېدو بهیر لا زیات شوی، او اټکل کېږي، چې له پاکستانه به ۱٫۶ مېلیونه کسان وایستل شي او دغه‌راز به له ایرانه هم ځينې کسان راستانه کړای شي.»

 د کډوالو د حقونو فعال جمعه خان پویا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د افغان کډوالو لپاره باید نړۍوالې مرستندويه ادارې، په ځانګړې توګه د مرستو رسولو بنسټونه، د رواني درملنې، مالي مرستو، ټرانسپورټ او نورو لومړنيو اسانتیاوو وړاندې کول یقیني کړي. دا د دغو ادارو مهم مسووليت دی، چې له کډوالو سره لازمه همکاري وکړي.»

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او سرې میاشتې هم اعلان کړی، چې د روان زېږدیز کال د اپریل له لومړۍ تر اوومې ټولټال ۱۸۲۵ کورنۍ چې دوولس زرو ۷۷۵ کسان کېږي، د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه