Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او مسکو چارواکي د ټرانسپورټي بیخ‌بناوو د پراختیا په تړاو خبرې کړي

د روسیې سفیر د ټول‌ګټو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې، د کابل او مسکو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې اترې کړې دي.

د سالنګ لویې لارې تونل بیارغونه، په دغې لار د نوي تونل جوړول او د افغانستان د وسپنې پټلۍ د پراختیا په برخه کې همکاري، هغه موضوعات وو چې، په تړاو یې دواړو لورو بحث او خبرې کړې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق ‌شناس په دې هکله وايي:«په دې کتنه کې، دواړو خواوو د سالنګ تونل د ترمیم او بیارغونې، د ریل پټلۍ د نوي کولو او له روسیې د رېل پټلۍ لپاره د اړینو تجهیزاتو او وسایلو د اخستلو په اړه هراړخیزې خبرې اترې کړې دي.»

د اقتصادي چارو شنونکي د افغانستان د بنسټیزو جوړښتونو په ځانګړې توګه د لویو لارو په رغولو او د رېل‌پټلۍ د پراختیا په برخه کې د روسیې رول اغېزناک بولي، او د رېل‌پټلۍ له کرښو د کار اخیستو زیاتوالی د افغانستان د اقتصاد په ګټه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ ګاونډیو هېوادونو ته وګورئ؛ هغوی د رېل‌پټلۍ له لارې یو بل سره وصل دي؛ خو یوازې افغانستان په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دی. که په رېل پټلۍ کې پانګونه وشي، نو د افغانستان اوسنی جیوپولیتیک موقعیت کولی شي د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ مهم رول ولري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ټولګټو وزارت اعلان کړی، په تېر یوه اوونۍ کې د حیرتان، خواف-هرات، تورغونډۍ او اقینې د رېل‌پټلۍ له لارې څه باندې۷۶ زره مټریک ټنه صادراتي، وارداتي او ټرانزیټ توکي لېږدول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه