له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر له زور اخیستو سره هممهاله، د اقتصاد وزارت مسلکي معین لطیف نظري له دغه هېواده غوښتي، چې له کډوالو سره په چلند کې اسلامي او نړۍوال اصول رعایت کړي.
نوموړی همداراز له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، څو له دغو پیسو د کډوالو د ستونزو د حل لپاره ګټه واخیستل شي.
لطیف نظري په دې هکله وايي:«له ګاونډیو هېوادونو هیله لرم، چې زموږ له هېوادوالو سره خپل چلند داسې تنظیم کړي، چې هم د اسلامي ارزښتونو سره سمون ولري او هم له نړۍوالو اصولو، په ځانګړې توګه د کډوالۍ له بهیرونو سره جوړجاړۍ ولري.»
بل پلو، په اسلاماباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي سره په کتنه کې ویلي، چې ګڼ کډوال د ستونزو له امله د یواېناېچ سيار دفترونو ته له تګه ډډه کوي. نوموړي وړاندیز کړی، چې دغه اداره دې په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو پنډغالو ته ګرځنده ډلې ولېږي.
سردار احمد شکېب وايي:«موږ له دوی غوښتنه وکړه، چې هغو ساحو ته چېرته چې کډوال اوسېږي، کمپونو کې، هغوی ته که دوی، داسې سیار ګروپونه جوړ کړي هلته ورشي.»
د کډوالو د حقونو فعال نظر نظري هم طلوعنیوز ته وايي:«د کډوالو ستونزې او ننګونې ډیپلوماټیکو خبرو اترو ته اړتیا لري، او باید د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ ناستې وشي، پاکستان چې، هره ستونزه لري، را دې شي او له افغان حکومت سره دې کښېني او خبرې اترې دې وکړي.»
بلخوا، په پاکستان کې ځينې افغان کډوال له کوربه دولت او اسلامي امارته غواړي، چې د دوی سخت وضعیت او بېبرخلیکۍ ته پام وکړي.
پاکستان کې افغان کډوال ملک شینواري طلوعنیوز ته وویل:«له پاکستانه د هغو کسانو، چې اېسيسي کارټونه لري د هغوی د وتلو لړۍ روانه ده او په سلګونو او زرګونو ګاډي له کراچی، پنجاب، راولپینډۍ او اسلاماباد نه مخ په تورخم باندې روان دي او په پنجاب کې چې کوم خلک دي د هغوی نیول او کورونو نه د هغوی راویستل انتظارځایونو ته بیول لاهم جریان لري.»
پاکستان کې افغان کډوال لعلالرحمن هم طلوعنیوز ته وايي:«له دواړو حکومتونو نه زموږ دا غوښتنه ده، چې په خپلو کې سره کېني او دغې ستونزې ته حل لار پيدا کړي او افغان کډوال دلته پاتې شي او کهچېرې ځي له دوی سره مرسته وشي او په درنښت یې ولېږي.»
بل پلو، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له پاکستانه غوښتي، چې له افغان کډوالو سره د بشري اصولو او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ چلند وکړي. هغه همداراز له نړۍوالو بنسټونو او کورنیو سوداګرو او پانګوالو غوښتي، چې له راستنو شویو کډوالو سره بېړنۍ او اغېزناکې مرستې وکړي.
په دې اړه مو اندونه