ځینو هېوادونو کې د افغان کډوالو د اعدامولو د لړۍ په دوام، تېره ورځ (دوشنبه) په سعودي عربستان او د روانې اوونۍ د (شنبې په ورځ) ایران کې درې افغان وګړي د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي.
د عربي رسنیو د راپور لمخې، د بادشاه قل سلیماني په نوم دغه افغان وګړي سعودي عربستان کې په خپله ګېډه کې نشه یي توکي ځای پر ځای کړي و، چې نیول شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکی، سید عبدالله صادق وایي: «بندیان چې هر ځای کې وي، که ایران، پاکستان او یا هم سعودي عربستان کې وي، دوی که له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او باید یې ولري، نو بندیان باید افغانستان ته وسپاري.»
ورته مهال، د ایران د بشري حقونو سازمان هم ویلي، روانه اوونۍ کې دوه افغان وګړي د نشه يي توکو اړوندو تورونو له امله دغه هېواد کې اعدام شوي دي.
د دغه سازمان په خبره، ایران یوازې سږ کال ۸۰ افغان بندیان اعدام کړي دي.
د سیاسي چارو شنونکي کارپوهان وايي، سرپرست حکومت باید د افغان بندیانو له کوربه هېوادونو سره افغانستان ته د دوی د لېږد لپاره خبرې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی، یوسف امین ځاځي په دې اړه و ویل: « نو دا د حکومتونو دنده ده چې له هغو هېوادونو سره، چې افغانان پکې تورن دي، خبرې وکړي ترڅو هغوی خپل حقونه ترلاسه کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکي، فضلالرحمان اوریا و ویل: «د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان او دغه هېواد ترمنځ د هوکړې لمخې، مکلف دی چې ټول افغان بندیان په منظم ډول افغان لوري ته وسپاري او د ایران دغه عمل له دې هوکړې سرغړونه ده.»
ایران کې په تېر زېږیز کال کې د ۸۰ افغانانو اعدام د ځينو بنسټونو اندېښنې هم را پارولې وې.
په دې اړه مو اندونه