د اسلامي امارت ویاند وایي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق کابل ته راغلی، چې د همغږۍ د ګډې کمېټې (JCC) په اوومه غونډه کې ګډون وکړي.
د ذبیحالله مجاهد په وینا، د دغې غونډه مشري د پاکستان له لوري د محمد صادق او د افغانستان له لوري د دفاع وزارت د مرستیال عبدالقیوم ذاکر له خوا کېږي.
د غونډې مهم مسایل به امنیتي او سوداګریز موضوعات، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي ترینګلتیاوو لهمنځه وړل او د کرښې دواړو خواوو ته د خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرول وي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې هکله وايي:«دغه غونډه تل د دواړو هېوادونو ترمنځ مسایل ارزوي، امنیتي مسایل، هغه موضوعګانې چې کله په تګ راتګ کې رامنځته کېږي، کله ناکله د لارو د تړلو مسایل یا سوداګریز مسایل دا ټول تر بحث لاندې نیسي. دا ځل دا غونډه په کابل کې ده او صادق هم په دغې غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی او د افغانستان له لوري هم د دفاع وزارت مرستیال د دغې غونډې مشري کوي.»
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې دي. پاکستان په ځلونو ادعا کړې، چې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټيټيپي) غړي د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ خو د افغانستان سرپرست حکومت دا ادعاوې رد کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«وګورو چې پاکستان د امنیت، اقتصاد، سیاست، سوداګرۍ او سیاسي اړیکو په برخو کې تر کومه بریده عملي ګام پورته کوي، یوازې پاکستان دی چې ۵۰ کاله کېږي، د افغانستان پر وړاندې ویجاړونکې پالیسي مخته وړي.»
د سیاسي چارو شنونکي ویس ناصري هم وویل:«د پاکستان غوښتنې ډېرې څرګندې دي او همدارنګه د طالبانو اوسني مشران هم له پاکستانه ځينې غوښتنې لري، چې باید پاکستان یې عملي کړي، کهچېرې د افغانستان او پاکستان د ستونزو د بنسټيز حل لپاره مذاکرات په پام کې وي، مذاکرات باید د مشرتابه په کچه وي.»
د روان لمریز کال د وري میاشتې په لومړیو کې هم محمد صادق د یو رسمي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه