د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي د غنمو، سبزیجاتو او میوو بڼونو خړوبولو لپاره هریرود سیند کې یې د ۴۰ ورځو لپاره اوبه خوشې کړې دي.
د ګرمۍ زیاتېدو او اوبو ته د شدیدې اړتیا پرمهال له سلما بنده اوبه د هرات ښار په څنډو کې پرتو ولسوالیو ته رسېدلې دي.
د هرات د سیمهییزو مسوولینو په خبره د سلما له بند څخه د څلوېښت ورځو لپاره اوبه خوشې شوې دي او د هریرود مسیر کې د پرتو اتو ولسوالیو زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه او د میوو بڼونه به خړوب کړي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج امر بشیر احمد احمدي په دې هکله وايي:«په داسې حال کې د سلما بند اوبه خوشې شوې دي، چې کښتونه او بڼونه اوبو ته سخته اړتیا لرلې ده. کروندګر د سلما بند د اوبو خوشې کېدو ته ډېر خوښ دي او تمه ده، چې تر څلوېښتو ورځو پورې، د هري رود پر مسير پرتو اته ولسوالیو کې ټول کرنیز حاصلات خړوب شي.»
عبدالقدیر د هرات ښار په سوېل کې پرتې ګذر ولسوالۍ کې کروندګر دی او لس جریبه کرنیزه ځمکه لري. د سلما بند اوبه تازه د هغه کروندو ته رسېدلې دي.
عبدالقدیر وايي:«د سلما بند اوبه په ډېر ښه او مناسب وخت کې خوشې شوې دي؛ ځکه اوس غنم په ګل کې دي او دا اوبه ډېرې ګټورې دي. ډېر خوشحاله یم، چې د کال په دې وخت کې اوبه خوشې شوې دي.»
په هره ثانیه کې د سلما له بنده ۱۵۰ متره معکبه اوبه د کرنیزو ځمکو او میوو بڼونو لپاره روانې دي. د کال په دغه موسم کې د اوبو خوشې کېدل په هرات کې د کرنیزو حاصلاتو زیاتېدو په پار اغېزناک ګام ګڼل کېږي.
د هریرودو سیند د اوبو کاروونکو ټولنې مسوول غلام حبیب هاشمي په دې هکله څرګندوي:«سلما بند یوه مهمه وسیله ګرځېدلې؛ چې موږ کولای شو په دې ګرم موسم کې، د ۱۲۱ کانالونو له لارې د اته ولسوالیو پراخه ځمکې خړوب کړو.»
کروندګر عبدالواحد هم وايي:«که دا اوبه موږ ته هر لس تر پنځلس ورځو کې یو ځل ورسېږي، زموږ کرنه به ښه خړوبه شي او ستونزې به مو هوارې شي.»
کروندګر جمعه خان هم څرګندوي:«که څلور تر پنځه اوونۍ پورې اوبه ویالو ته راشي، زموږ ستونزې به حل شي او کرنه به مو تاوان ونه ويني.»
د چشت، اوبه، پښتون زرغون، ګذره، انجیل، زنده جان، غوریان، کهسان او د هرات ښار د سلما بند له اوبو څخه ګټنه کوي.
د سلما اوبو بند د ۶۰۰ میلیون متره معکبه اوبو زیرمه کولو وړتیا لري، تر دې وړاندې کافي اوبه د دغه بند د اوبو کاسه کې زیرمه شوې وې. د اوبو خوشې کېدو سره هممهاله د سلما برېښنا بند درې توربینونه هم فعال شوي، چې نږدې څلوېښت میګاواټه برېښنا د هرات برېښنا شبکې ته ورکوي.
په دې اړه مو اندونه