Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تورخم کې راستنیو شویو سره ۸۰ میلیون افغانۍ نغدي مرسته وشوه

تورخم کې له پاکستانه په جبري ډول له را ایستل شویو شاوخوا نهه زره کورنیو سره ۸۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

که څه هم پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو ورځ بلې ته چټک کړی خو د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وایي، دغو کډوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې اړینې اسانتیاوې او مرستې برابرې کړي.

د مسوولینو په خبره په جبري ډول پر را ایستل شویو شااوخوا نهه زره کورنیو ته یې ٨٠ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې وېشلي چې دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

د تورخم ښارګوټي د کډوالو لنډمهالي پندغالي د مالي کمېټې استازی، محمد اکبر په دې اړه وايي: «تر اوسه پورې د مالي کمېټې له لوري پر نږدې نهه زره بېرته را ستنېدونکو کورنیو ٨٠ مېلیونه افغانۍ نغدي مرستې وېشل شوې دي، زموږ دا مرستې به ټولو کورنیو ته په شفاف ډول رسېږي او ان شاءالله زموږ دا مرستې به تر اخري کډوال پورې دوام لري.»

بل لور ته له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي وایي، پاکستاني پولیسو سخت ځورولي او د محدود وخت له امله نه دي توانېدلي چې خپلې شتمنۍ او کاروبارونه راولېږدوي.

دوی دغه راز له سرپرست حکومته په بېلابېلو برخو کې د مرستو غوښتنه کوي.

له پاکستانه را ایستل شوی، نعمت الله هم وايي: «زه یې شپږ ورځې مخکې نیولی وم، د پېنډۍ په حاجي کمپ کې وم، روپۍ یې واخېستې بیا یې خوشې کړم، بیا یې د شپې چاپه واچوله چې مونږ یې له خپلو کورونو وشړلو چې بیا مونږ د شپې شپې کور بار کړ او راغلو دلته افغانستان ته.»

له پاکستانه یو بل را ایستل شوی، یاسر خان بیا وايي:«ما سره هلته ډېر ظلم زیاتی شوی، زما ټول کور مکمل سامان پاتې شوی، هر څه مې پاتې شول او زه دلته را ډیپورټ شوم.»

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو دویم پړاو پیلېدو سره هممهاله سرپرست حکومت له کډوالو سره د اړینو مرستو او خپلو اصلي مېنو د لېږد په پار هر اړخیز چمتووالی نیولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه