کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي د سفر په پای کې صادق خان ویلي چې د اختلافاتو د حل لپاره د منظمو او دوماداره میکانیزمونو شتون اړین دی.
په کابل کې د افغانستان او پاکستان د همغږۍ د کمېټې د اوومې غونډې له جوړېدو وروسته، د افغاستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وویل چې د اختلافاتو د حل، د شکونو د لمنځه تلو او د متقابل پوهاوي د پیاوړتیا لپاره د دا ډول کړنلارو جوړېدل اړین دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق خان په دې اړه و ویل: «د دا ډول میکانېزمونو له لارې منظم او دوامدار تعامل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمېدو، د شکونو د لمنځه تلو او متقابل پوهاوي د پیاوړتیا لپاره حیاتي چاره ده.»
د سیاسي چارو شنونکی، شمسالرحمن احمدزی په دې اړه وايي: "باید هڅه وکړو چې کابل او اسلامآباد په مکرر ډول غونډې ولري څو یوه داسې پړاو ته ورسیږي چې د یو بل ترمنځ امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړي، په داسې توګه چې هیڅ بل هېواد ته ګواښ جوړ نه شي. باید دا مسایل له منځه یوسي او د حل لارې چارې پیدا کړي."
د نړۍوالو چارو شنونکي، واحد فقیري و ویل: "د افغانستان او پاکستان اړیکې ممکن ښې نشي او ان نورې خرابي شي؛ ځکه چې د پاکستان کورنۍ اړتیاوې دا هېواد اړ کوي چې خپل نوم له تور نوملړ پاک کړي او افغانستان د ترهګرۍ په تور تورن کړي. په هغه پلاوي کې چې افغانستان ته راغلی و، اکثریت غړي یې امنیتي او استخباراتي شخصیتونه دي؛ له دې امله، زه فکر کوم چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې نه شي."
بل پلو، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له محمد صادق خان سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو په تېره بیا د افغان کډوالو پر جبري اېستلو اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړي ټینګار وکړ چې کابل او اسلاماباد باید خپل مسایل د اعتماد په فضا کې د خبرو له لارې حل کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ضیاء احمد تکل هم وايي: په دغه غونډه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روان وضعیت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او د افغانستان او پاکستان په اړیکو او دواړو هېوادونو کې په یو لړ مسایلو په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د افغان کډوالو په اړه خپله ژوره اندېښنه شریکه کړه.
د سیاسي چارو شنونکی، امان الله هوتکي هم وايي: خبرې ښې دي، ګوندې یوه حل لار راووځي. د کډوالو خبرې شته، د سوداګرۍ خبرې شته، د ټي ټي پي خبرې شته، نورې ډېرې خبرې شته چې باید خبرې پرې وشي. د خبرو دروازه باید و نه تړل شي.
که څه هم د همغږۍ د کمېټې اوومه غونډه له ۱۵میاشتو ځنډ وروسته په کابل کې د تړلو دروازو ترشا جوړه شوه او اسلامي امارت یې جزییات نه دي خپاره کړي، د پاکستان د پلاوي یوه غړي اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي، چې پاکستان له هغو اقداماتو خبر شوی چې افغانستان د ترهګرو د پناه ځایونو د لمنځه وړلو لپاره ترسره کړي دي.
د هغه په وینا، د پاکستان د پلاوي غړو په لومړي ځل داسې احساس درلود چې افغانستان په دې برخه کې جدي دی.
په دې اړه مو اندونه