Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران افغانستان ته نږدې ۲۰۰ بندیان وسپارل

نږدې دوه سوه بندیان چې د ایران په بېلابېلو زندانونو کې له کلونو راهیسې بندیان وو د ایران حکومت له لوري د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپارل شول.

د زندانونو د چارو سمون ادارې عمومي رییس، محمد یوسف مستري په دې اړه وايي: "د ټولو دغو بندیانو جرم د نشه یي توکو قاچاق او ساتل دي. د دغو بندیانو شمېر ۱۹۹ کسان دي چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو پورې اړه لري. د یوې اونۍ په لړ کې، ټول دغه بندیان خپلو اړوندو ولایتونو ته لېږدول کیږي."

نږدې یوه میاشت وړاندې هم له دوه سوه زیات افغان بندیان د ایران د حکومت له لوري افغانستان ته سپارل شوي وو.

د نیمروز د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره له ایرانه د افغان بندیانو د لېږد دغه لړۍ به دوام ولري.

په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ رییس، یار محمد حق یار هم بیا وايي: "د اسلامي امارت بېلابېلو ادارو په لوړه کچه د افغان د بندیانو خوشې کولو لپاره په ایران کې پرله پسې هڅې روانې دي. موږ هیله مند یو چې دا بهیر دوامداره وي او تر هغې چې یو افغان بندي په ایران کې موجود وي، د اسلامي امارت هڅې به د هغه د آزادۍ لپاره جاري وي."

ډېری دغه بندیان په ایران کې په اوږدمهاله بند باندې محکوم شوي وو.

دوی د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت اندېښمنونکی ګڼي او د سرپرست حکومت له لوري یې هېواد ته د رالېږدولو غوښتنه کوي.

بندي، روح الله عزیزي بیا وايي: "هغه افغان ځوانان چې په ایران کې په بند کې دي، زما غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې هغوی هم خپل هیواد ته ولېږدوي. افغانان په ایران کې په زندانونو کې ډېره سختي او ظلم ګاللی دی. زه له اسلامي امارته غوښتنه کوم چې هغوی ژر تر ژره خپل هیواد ته راستانه کړي."

یو بل بندي، یوسف نورزي هم څرګنده کړه: "زه په اصفهان کې بندي وم، د ۱۵ کلونو بند حکم را باندې شوی و چې دوه نیم کاله مې دا سزا تېره کړې ده. زه ډېر خوشحاله یم چې خپل هیواد ته راستون شوم."

د شمېرو پربنسټ له پنځه زره زیات افغان بندیان د ایران په زندانونو کې د بند شپې او ورځې تېروي.

د ایراني چارواکو په خبره دغه افغانان د نشه يي توکو، له پولې څخه په ناقانونه ډول اوښتو، جنايي او ځینو نورو جرمونو له امله بندیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه