نن (شنبه د وري ۳۰مه) د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرینو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ، د پاکستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی.
دغه پلاوي له رییسالوزرا او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په جلا جلا کتنو کې، د امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.
په دغو کتنو کې، دواړو لوریو پر دوامداره تعامل ټینګار کړی او هوکړه یې کړې، چې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره باید د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ دوام پیدا کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت رییسالوزرا له پاکستانه تر دې مهاله له افغان کډوالو د کوربتوب له امله، مننه وکړه او وې ویل په وروستیو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نهدی او په کلکه یې غندو.»
د سیاسي چارو شنونکي ادریس محمدي ځاځي هم طلوعنیوز ته وویل:«د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډېرې ناستې شوې دي، ډېرې لیدنې کتنې شوې دي، له یو بل سره ډېرې ژمنې شوې دي، چې په ځلونو د پاکستان له لوري ماتې شوې دي او پر خپلو ژمنو ولاړ نهدي پاتې شوي.»
له بلخوا، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره له اسحاق ډار څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو او راستنېدونکو د حقونو د نقض مخه دې ونیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ډېرو توکو ګمرکي تعرفې راټیټې شوي او له افغان کډوالو سره به ناوړه چلند نهکېږي. نوموړي زیاته کړه، اسلاماباد به د کډوالو د شتمنیو د خپلسري ضبط هر ډول هڅو مخه ونیسي.
همداراز اسحاق ډار همدارنګه د لوړپوړي تعامل د رامنځته کېدو په موخه امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«متقي صاحب پاکستاني پلاوي ته هم یاده کړه، چې په یادو برخو کې د ستونزو د هوارۍ او تسهیلاتو د رامنځته کولو لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي. نوموړي دغهراز په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت او جبري ایستلو خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړه، هغه په ټینګار سره له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې هلته د مېشتو او راتلونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی دې وکړي.»
دا له هغه کابل سره د اړیکو له خړپړتیا وروسته د پاکستاني پلاوي لومړی رسمي سفر دی، او باید وکتل شي، چې ایا دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په حل کې اغېزمن تمام شي که نه؟
په دې اړه مو اندونه