Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي او اسحاق ډار د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدو ټینګار کړی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي، له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پر تدریجي او باعزته ستنېدو خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي د پاکستاني پلاوي د سفر په پای کې له له اسحاق ډار سره په ګډه خبري ناسته کې هیله وښوده، که‌چېرې دواړه خواوې د شویو هوکړو او خبرو پر بنسټ عمل وکړي، نو پایلې به یې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

ښاغلی متقي وویل:«موږ هیله لرو نن چې کومې غونډې وشوې، که‌چېرې د دغو غونډو په رڼا کې، عمل وشي او دواړه لوري عملي چارو ته ښه پاملرنه وکړي او پر شویو پرېکړو عمل وشي، دا به د دواړو هېوادونو، په اقتصاد کې، په سیاست کې، په اړیکو کې، په هر څه کې به ډېر کومکي ثابت شي.»

 د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار هم ویلي، دواړو خواوو هوکړې کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړه: «د کډوالو په اړه څلور اصولي پرېکړې شوې دي. لومړی، د کډوالو بېرته ستنول باید د عزت او درناوي له لارې وشي. زه باور لرم، دا زموږ شرعي دنده، ګاونډيتوب او حسن نیت دی، او د دولت امر هم همدا دی؛ خو که په هره برخه کې شکایت وي، د کورنیو چارو وزیر، د هغو رسېدو ته موظف دی.»

کابل ته د اسحاق ډار په مشرۍ د پاکستان د پلاوي یوه ورځني سفر، داسې مهال پای ته رسېږي، چې په وروستیو میاشتو کې، د پاکستاني چارواکو له لوري پرله‌پسې ادعاوې شوې، چې ګواکې د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد کار اخیستل کېږي، او همداراز، د افغان کډوالو جبري ایستل د دواړو هېوادونو پر اړیکو سیوری اچولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه