د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت، ایران ته د دغه وزارت د یوه پلاوي له سفر خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت ویاند، د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو په خاوره کې د ټرانزیټي وسایطو او د ټرانسپورټي بېخنناوو د پراختیا لپاره د تیرپارک د ځایونو تثبیت بللی دی.
د اقتصادي چارو شنونکی حکمتالله اصفي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«دغه پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي وسایطو د تیر پارکونو د جوړولو لپاره، په ځانګړې توګه د چابهار په برخه کې، د ټرانسپورټي تاسیساتو د پراختیا لپاره به ځایونه تثبیت کړي. له دغه سفر سره، کولای شو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانسپورټي بېخبناوو پراختیا ته عملي بڼه ورکړو.»
په همدې حال کې د چارو ځينې شنونکي د ایران او افغانستان ترمنځ د ټرانسپورتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره دا ډول سفرونه ګټور بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ په دې هکله وايي:«هر هېواد چې له افغانستان سره په ټرانزیټ او ځمکنۍ او هوایي ټرانسپورټ کې مرسته کوي او خپلې اړیکې ساتي، دا د افغانستان لپاره ګټه لري.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي قطبالدین یعقوبي هم وویل:«د ایران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کولی شي په سوداګرۍ، اقتصاد، سیاست او ثبات کې مهم رول ولوبوي.»
د اسلامي امارت د پلاوي دغه سفر په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې له ایران سره تېر کال د څه باندې درې مېلیارد او ۳۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې وه.
په دې اړه مو اندونه