ټاکل شوې، چې تر راتلونکو دوو اوونیو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر وکړي.
په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وايي، چې ښاغلی متقي به په دغه سفر کې د قطر له چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې وکړي.
ښاغلی شاهین په دې هکله زیاتوي:«په دې سفر کې به محترم متقي صاحب، قطري چارواکو سره په ټولو اړوندو مسایلو خبرې وکړي او د اړیکو د لا غښتلتیا لپاره به لارې چارې وارزوي.»
قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې د اسلامي امارت سفارت پهکې فعال دی او سرپرست حکومت توانېدلی، چې له دغه هېواد سره ښې اړیکې ولري.
له دې سره هممهاله، ځينې شنونکي د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د قطر رول مهم بولي.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«قطر په هېوادونو کې هغه هېواد دی، چې نن د هجمونې لپاره هغه پل ګرځېدلی، چې په وساطت یې ډېری مسایل امریکا حل کړي او حل کوي او یو تفاهم ته یې سره رسوي؛ نو قطر د ډپيلوماسۍ او سیاست په اهمیت او حیثیت کې ځانګړی ځای لري.»
د سیاسي چارو شنونکي احمدخان اندړ هم وویل:«قطر ته د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست سفر، له یوې خوا زموږ سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې له قطر سره پیاوړې کولی شي، او له بلې خوا، قطر کولای شي د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د یوه اغېزناک منځګړي په توګه کړنه وکړي، څو د سیاسي تعامل زمینه برابره شي.»
قطر د اسلامي امارت او مخکیني افغان حکومت ترمنځ د سولې د مذاکرتو اصلي کوربه و، او دغهراز له امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو سره یې هم د اسلامي امارت په خبرو مهم رول لوبولی دی. دغه مذاکرات چې په دوحه کې ترسره شول، په ۲۰۲۰ کال کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د سولې هوکړهلیک ته یې لار هواره کړه.
په دې اړه مو اندونه