Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره ا.ا سره پر جامع تعامل ټینګار کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما رییسه رزا اوتونبایوا وايي، چې ملګري ملتونه د یوې وړاندیز شوې جامع تګلارې پر مټ د افغانستان له ثبات او پرمختګه ملاتړ ته ژمن دي.

د نوموړې په وینا، د دغه بهیر موخه دا ده، چې افغانستان له نړۍوالې ټولنې سره په بشپړ ډول مدغم شي او پر خپلو نړۍوالو ژمنو عمل وکړي.

د یوناما رییسه وايي:«ملګري ملتونه ژمن دي چې د وړاندیز شوي جامع تګلارې په مټ د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ وکړي، چې موخه یې د طالبانو د چارواکو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د منسجم، همغږی او جوړښتي تعامل دی. د دغه بهیر یوه لویه موخه باید دا وي، چې افغانستان له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي، له نړۍوالې ټولنې سره په بشپړ ډول مدغم شي اوخپلې نړۍوالې ژمنې پوره کړي.»

نوموړې دغه‌راز، د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې او د خصوصي سکټور د پراختیا لپاره د دوو کاري ډلو هڅې حیاتي بولي او ټینګار کوي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه باید په دغه بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

رزا اوتونبایوا په دې هکله وايي:«د دغه بهیر یوه برخه، هغه دوه کاري ډلې دي، چې د ۲۰۲۴ کال د جون پر لومړۍ نېټه په دوحه کې یې په تړاو پرېکړه وشوه، چې یوه یې د نشه‌‌يي توکو پر ضد د مبارزې ډله ده او بله یې د خصوصي سکټور د ملاتړ. یوناما له سفارتونو او ډیپلوماټیکو استازولیو سره په کابل او له کابل هاخوا نږدې همغږي لري او موږ د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو د فعالې ونډې په تمه یو.»

 د نړۍوالو اړیکو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هیله لرو، چې د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي د نړۍوالې ټولڼې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د ملاتړ په برخه کې، چې یوځل بیا د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن شوي دي، په افغانستان کې د دغو نړۍوالو سازمانونو د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل له ملګرو ملتونو غوښتي، چې له نړۍ سره یې د رسمي تعامل لپاره لازمه زمینه برابره کړې او د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ دې اسلامي امارت ته وسپاري. 
 
د رزا اوتونبایوا په وینا، د دغه بهیر موخه دا ده، چې افغانستان له نړۍوالې ټولنې سره په بشپړ ډول مدغم شي او پر خپلو نړۍوالو ژمنو عمل وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه