Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلام‌اباد ته د اسلامي امارت ډاډ:د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوو

سیاسي اړیکې، د کډوالو وضعیت، سوداګري او ټرانزیټ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر محمد اسحاق ډار او په کابل کې د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د کتنو مهم مسایل وو.

 په اسلام‌‎اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب، له طلوع‌نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې وایي، چې په دغو کتنو کې د سرپرست حکومت چارواکو ډاډ ورکړی چې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او د دغه هېواد له مخالفو ډلو به ملاتړ ونه‌کړي.

سردار احمد شکیب وايي:«پاکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو له خوا په واضاحت سره خپل دریځ هم واضح شو چې موږ هېڅکله د چا په چارو کې لاسوهنه نه‌کوو او نه چا ته زیان رسوو او نه د چا ملاتړ کوو، څوک چې بل ځای مخالفت لري یا په خپلو هېوادونو کې ستونزې لري موږ هېڅ ډول د چا په چارو کې لاسوهنه نه‌کوو او نه د چا ملاتړ کوو.»

د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیگیر هم په دې هکله وویل:«په ټوله کې افغانان د هېڅ هېواد په چارو کې لاسوهنه نه‌کوي، د دې لپاره چې سیاسي، اقتصادي او پوځي وړتیا نه‌لري زموږ خلک په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي، نو ښايي پاکستانیان پوه شوي وي، چې نور افغانان د هغوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌ده کړې او نه‌کوي. له همدې امله ده، چې هغوی بحثونو ته مخه کړې ده.»

ښاغلي شکیب زیاته کړې چې محمد اسحاق ډار په خپل یو ورځني سفر کې ژمنه کړې، چې په پاکستان کې به د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وشي. د هغه په وینا، افغانان له خپلو شتمنیو سره یوځای له پاکستانه اېستل کېږي.

په اسلام‌‎اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست په دې هکله زیاتوي:«د کډوالو په هکله باید د پاکستان حکومت پالیسي ډېره واضحه شي، چې هغوی ته زیان ونه‌رسېږي که‌چېرته د ایستلو مسئله وي باید د هغوی عزت، د هغوی جایدادونو او ملکیتونو ته زیان ونه‌رسېږي.»

دغه کتنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له رئیس‌الوزرا او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره یې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په تړاو خبرې وکړې.

سردار احمد شکېب وایي، چې په دغو کتنو کې د سرپرست حکومت چارواکو ډاډ ورکړی چې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه