د ډانلډ ټرمپ حکومت د افغانستان په تړاو په خپل لومړني سیاسي انتصاب کې ماري کبیر- سراج بیشاپینګ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د مرستیال د مرستیالې په توګه ګومارلې ده.
ټاکل شوې، چې د افغانستان په تړاو د واشنګټن سیاستونه د دغې ادارې په چوکاټ کې رهبري کړي.
له هغې مخکې، توماس وېسټ د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او رینا امیري د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د ځانګړې استازې په توګه فعالیت کاوه.
ماري کبیر - سراج ۳۳ کلنه ده او په کالیفورنیا ایالت کې زیږېدلې ده.
بیشاپینګ په ۲۰۱۶ کال کې د لاسانجلس د کالیفورنیا پوهنتون (UCLA) د سیاسي علومو له څانګې فارغه شوه او وروسته یې د ویرجینیا پوهنتون د حقوقو له پوهنځي په حقوقو کې خپله دوکتورا واخیسته.
نوموړې دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي سلاکارې او د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د سلا کارې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
نوموړې پر خپله لینکدین پاڼه لیکلي:«خوښه یم چې اعلانوم، چې د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي او مرکزي اسیا د چارو ریاست کې مې د مرستیال د مرستیالې په توګه خپله نوې دنده پیل کړې ده.»
د سیاسي چارو شنونکی سید عبدالله صادق په دې هکله وايي:«که مېرمن کبیر-سراج غواړي د افغانستان د خلکو رښتینې استازولي وکړي، باید افغانستان ته سفر وکړي او د ټولنې له واقعي حالاتو عینې درک ترلاسه کړي. هغه د افغانستان له شاهي کورنۍ سره تړاو لري، او دا روښانه نهده، چې تر کومه حده د خلکو له دردونو او ستونزو خبر ده او کولی شي، چې د هغوی غږ پورته کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی ویس ناصري هم وايي:«د امریکا په یوه لوړپوړي دولتي مقام کې د یو دوهتابعیته وګړي انتصاب کې تر ټولو مهمه مسئله د تجریې کچه، پوهه او هغه سلا مشورې دي چې کولای شي د امریکا د پرېرېکړه کوونکو په واک کې ورکړل شي.»
ورته مهال، د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش، د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخوانیو استازو پر کړنو نیوکه کوي او وايي:«کهچېرې هغوی واقعاً له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو په ریښتنیې استازیتوب کړی وای، ښايي نن زموږ وضعیت داسې خراب نهوای. له بده مرغه د هغوی کارکړنې ونهتوانېدې چې د افغانستان د ښځو په وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس د افغانستان مسئله د دغه وزارت د مرکزي او سوېلي اسیا څانګې ته لېږدولې ده او دا د ټرمپ له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان په تړاو لومړۍ سیاسي ګومارنه ده.
په دې اړه مو اندونه