Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پنجشېر والي: د ناوړه دودونو په اړه د ا.ا د رهبر فرمان پلی کيږي

ډېری هېواد د ښادۍ په مراسمو کې په لوړو لګښتونه باندې نیوکې کوي.

د پنجشېر والي وايي چې د اسلامي امارت مشر یو پنځه ماده‌ییز فرمان صادر کړی چې د کوژې، واده، غم او له حج څخه د راستنېدو مراسم پکې شامل دي.

د پنجشېر والي، محمد اغا حکیم په دې اړه وايي: په جدي توګه کوښښ کوو چې دغه فرمان پلی شي. د دې پلي کول په ټولو برخو کې خلکو ته اسانتیا رامنځته کوي او خلک به ان‌شاءالله د دې فرمان له عملي کېدو مثبت هرکلی وکړي.

د پنجشیر اوسېدونکي د اسلامي امارت مشر د دغه فرمان پلي کېدل د غم - ښادۍ مراسمو کې د لوړو لګښتونو مخنیوي په برخه کې اغېزناک ګڼي.

د پنجشېر یوه اوسېدونکي، سیف الله غفوري د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: «کله چې دود له حده تېر شي، نو منفي تاثیر یې پر ځوانانو اغېز کوي. ځوانان چې ښه اقتصاد نه لري، نه شي کولی واده وکړي، او که واده وکړي هم، نو ټول عمر به قرض‌دار پاتې شي.»

د پنجشېر یو بل اوسېدونکی، احمد بیا وايي: «دغه دودونه د دې لامل کیږي چې کورنۍ لوی لګښتونه وکړي او په پای کې باید خپله ځمکه او جایداد وپلوري، نو له همدې امله، د ناوړو دودونو ختمول ښه کار دی.»

د مسوولینو په خبره د دغه پنځه ماده‌ییز فرمان په درېیمه ماده کې د دغه د فرمان عملي کېدو په اړه په عامه پوهاوي باندې ټینګار شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه