د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دولتي ادارو کې د بستونو له کمېدو خبر ورکوي.
ښاغلی مجاهد په دولتي ادارو کې د بستونو کمېدل یوه طبیعي چاره بولي او وایي، دا بدلونونه د چارو د ښهوالي او د ده په وینا، د بوروکراسي د کمېدو لپاره ترسره کېږي.
بل پلو د طلوعنیوز لاس ته ورغلي اسناد ښيي، چې د پوهنې وزارت خپل ۹۰ زره بستونه کم کړي دي. اوس به دغه وزارت د ۲۹۹ زره او ۶۸۴ بستونو له لارې ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي:«په دولتي ادارو کې تنقیص (کموالی) یوه طبیعي چاره ده. طبعاً مسوولان پوهېږي، چې کوم څه د ملت په ګټه دي او هماغه عملي کېږي. په ځینو ادارو او پوځي برخو کې هم تنقیص راغلی، او د ملکي ادارو په برخه کې هم تر کمې سلنې، کموالی عملي شوی، څو د چارو د ښهوالي، ادارو د پړسوب د مخنیوي، بوروکراسي د کمښت او د کارونو د اغېزمنتیا لپاره مرسته وکړي.»
پر دې سربېره، د اقتصاد وزارت ځینو سرچینو تأیید کړې، چې دغه وزارت به خپل شاوخوا ۱۳ سلنه کارکوونکي کم کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی میر شاکر یعقوبي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کاري فرصتونو کچه خورا راټیټه شوې، د کارکوونکو تنقیص (کمول) د خلکو پر اقتصادي فشار نور هم زیاتوالی راولي. ښه دا ده، چې حکومت د تنقیص تر څنګ د کاري فرصتونو برابرولو ته هم پام وکړي، ترڅو خلک وکولای شي یو بدیل او د کار بل مناسب فرصت پیدا کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکي سیر قریشي هم وویل:«په دولتي دندو باندې له حده زیات تکیه کول کولای شي اقتصادي پیاوړتیا محدود کړي، نو له همدې امله باید اسلامي امارت خپله پاملرنه خصوصي سکټور ته زیاته کړي او هڅوونکې پالیسۍ جوړې کړي، ترڅو خصوصي سکټور وده وکړي، کاري فرصتونه رامنځته شي او د هېواد په اقتصاد کې بېوزلي راکمه شي.»
که څه هم تر اوسه د دولتي کارکوونکو د کموالي کره شمېر نهدی څرګند شوی؛ خو ویل کېږي چې ښايي په دولتي ادارو کې څه باندې ۳۰۰ زره کارکوونکي کم کړای شي.
خو دا شمېر تر دې مهاله د رسمي سرچینو له لوري نهدی تایید شوی.
په دې اړه مو اندونه