Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا؛ اسلامي امارت مسکو ته سفیر استوي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه ویلي، چې سرپرست حکومت به ډېر ژر د سفیر په کچه یو ډیپلوماټ مسکو ته واستوي.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکاریو د نوي پراو پر پیل ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«محترم مولوي امیرخان متقي له روسیې فډراسیون څخه مننه وکړه، چې په مسکو کې د سفیر په کچه د افغانستان د اسلامي امارت ډیپلوماټ مني او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې، مسکو لپاره د سفیر په کچه ډیپلوماټ معرفي کړي.»

ضمیر کابلوف همداراز خبر ورکړی، چې په مۍ میاشتې کې به د کازان د ناستې په څنډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دایمي ګډ کمېسیون د جوړېدو لپاره ناسته ترسره شي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د سفارتونو د خلاصون تر دروازو پورې ورسېږي، حتا خبره د اقتصادي ودې لپاره هم ده، نندارتونونه دې په لار واچول شي، یعنې اوس موږ کولای شو، دا ووایو چې د روسیې او د افغانستان ترمنځ اړیکې د تعامل نقطې د وصل کېدلو په حالت کې دي او دلته د اقتصاد، سیاست او ټولنیزو اړیکو نقطه نوره هم د نږدې کېدو په حال کې ده.»

د سیاسي چارو بل شنونکي معین ګل څمنګي هم وویل:«د روسیې له لوري د سفیر منل، مخکې له دې چین هم ورته ګام اخیستی و، نو دا کومه نوې خبره نه ده؛ خو که سفیر هلته واستول شي، دا ښيي چې اړیکې لا پسې ټینګېږي. البته د رسميت پېژندنې موضوع لا هم وخت ته اړتیا لري او فکر کوو، چې لا هم مناسب وخت نه‌دی رارسېدلی.»

ښاغلي کابلوف د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني سره هم کتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ترڅنګ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې کړې دي.

ښاغلي قانع زیاته کړې:«خلیفه صاحب د مسکو وروستی اقدام وستایه او دا یې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو په لور یو مهم ګام وباله. همداراز دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي، د سفارتي تعامل کچه لوړه کړي، او په امنیتي او تجارتي برخو کې ګډ همکاریو ته دوام ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عنایت‌الله عادل وايي: «یوازې له روسیې سره تعامل کافی نه‌دی؛ بلکې باید له نورو هېوادونو سره هم اړیکې ټینګې شي، چې اسلامي امارت نړۍوال رسمیت پيدا کړي. دغه‌راز، باید په اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخو کې پراخ تعاملات هم ترسره شي.»

د یادونې وړ ده، چې د کابلوف دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې څو ورځې وړاندې د روسیې سترې محکمې د طالبانو نوم د ممنوع ډلې په نوملړ کې وځنډوه، هغه اقدام چې اسلامي امارت یې هرکلی وکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه