Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو حقونو د حذف او د دوحې څلورمې غونډې د محرم ساتلو په تړاو اندېښنې

د دوحې څلورمه غونډه په داسې حال کې د رانږدې کېدو په درشل کې ده، چې د هغه د محرمانه بهیر او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د حذف په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو حقونو د برخې مرستیاله هېډر بار طلوع‌نیوز ته وایي، چې د دوحې څلورمه غونډه به د تېرو درېیو غونډو پرتله په محرم ډول جوړه شي. د هغې په وینا، یوناما درې لومړیتوبونه د نړۍ له لوري او درې نه بدلېدونکي لومړیتوبنه د طالبانو له نظره مشخص کړی دی.

هېډر بار په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دویمه مهمه مسئله د دغه بهیر طراحي ده، چې د طالبانو غوښتنو ته په‌کې ډېر پام شوی. اصلي اندېښنه دا ده، چې د طالبانو لومړیتوبونه – د بندیزونو لېرې کول، د شتمنیو ازادېدل، او ډيپلوماټيکه په رسمیت پېژندنه–ډېر څرکند او نه‌ بدلېدونکي دي؛ خو د نړۍوالې ټولنې غوښتنې – د بشري حقونو خوندیتوب، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ټولګډوني حکومت جوړول– ډېرې عمومي او شاتګ‌ منونکي دي. دا حالت ښيي، چې طالبان خپلو موخو ته نږدې کېدای شي، له دې پرته چې مقابل لوری کومه څرګنده لاسته ‌راوړنه ولري.»

هېډر بار دغه‌راز د دوحې په تېرو درېیو غونډو کې د ښځو د استازو د حضور نشتوالي ته په پام سره، په دغه بهیر کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په تړاو اندېښه څرګندوي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو برخې مرستیاله وايي:«دا بهیرد انتخابونو د نوملړ په څېر دی، چې دواړه خواوې کولای شي هغه څه غوره کړي، چې دوی یې په شپږو ټاکنو کې مطلوب ګڼي.»

د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه‌ پوش هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغوی باید هغه مېرمنې راوبلي، چې دروازې پرې تړل شوې دي، او همدارنګه په هغو غونډو کې، چې د ښځو د برخلیک لپاره جوړېږي، هر هېواد کې چې وي، اسلامي امارت باید اجازه ورکړي، چې هغوی هم په‌کې ګډون وکړي.»

که څه هم د دوحې د څلورمې غونډې کره نیټه لا څرګنده نه ده، خو د تېر کال د لړم مییاشتې پر نهمه، په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازي د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره د دې غونډې د جوړېدو په تړاو خبرې وکړې.

هېډر بار وايي د دوحې څلورمه غونډه به د تېرو درېیو غونډو پرتله په محرم ډول جوړه شي. د هغې په وینا، یوناما درې لومړیتوبونه د نړۍ له لوري او درې نه بدلېدونکي لومړیتوبنه د طالبانو له نظره مشخص کړی دی.

تصویر بندانگشتی

د دوحې څلورمه غونډه په داسې حال کې د رانږدې کېدو په درشل کې ده، چې د هغه د محرمانه بهیر او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د حذف په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو حقونو د برخې مرستیاله هېډر بار طلوع‌نیوز ته وایي، چې د دوحې څلورمه غونډه به د تېرو درېیو غونډو پرتله په محرم ډول جوړه شي. د هغې په وینا، یوناما درې لومړیتوبونه د نړۍ له لوري او درې نه بدلېدونکي لومړیتوبنه د طالبانو له نظره مشخص کړی دی.

هېډر بار په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دویمه مهمه مسئله د دغه بهیر طراحي ده، چې د طالبانو غوښتنو ته په‌کې ډېر پام شوی. اصلي اندېښنه دا ده، چې د طالبانو لومړیتوبونه – د بندیزونو لېرې کول، د شتمنیو ازادېدل، او ډيپلوماټيکه په رسمیت پېژندنه–ډېر څرکند او نه‌ بدلېدونکي دي؛ خو د نړۍوالې ټولنې غوښتنې – د بشري حقونو خوندیتوب، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ټولګډوني حکومت جوړول– ډېرې عمومي او شاتګ‌ منونکي دي. دا حالت ښيي، چې طالبان خپلو موخو ته نږدې کېدای شي، له دې پرته چې مقابل لوری کومه څرګنده لاسته ‌راوړنه ولري.»

هېډر بار دغه‌راز د دوحې په تېرو درېیو غونډو کې د ښځو د استازو د حضور نشتوالي ته په پام سره، په دغه بهیر کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په تړاو اندېښه څرګندوي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو برخې مرستیاله وايي:«دا بهیرد انتخابونو د نوملړ په څېر دی، چې دواړه خواوې کولای شي هغه څه غوره کړي، چې دوی یې په شپږو ټاکنو کې مطلوب ګڼي.»

د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه‌ پوش هم په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغوی باید هغه مېرمنې راوبلي، چې دروازې پرې تړل شوې دي، او همدارنګه په هغو غونډو کې، چې د ښځو د برخلیک لپاره جوړېږي، هر هېواد کې چې وي، اسلامي امارت باید اجازه ورکړي، چې هغوی هم په‌کې ګډون وکړي.»

که څه هم د دوحې د څلورمې غونډې کره نیټه لا څرګنده نه ده، خو د تېر کال د لړم مییاشتې پر نهمه، په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازي د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره د دې غونډې د جوړېدو په تړاو خبرې وکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه