Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر یوې میاشتې په کمه موده کې ۱۰۳ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

په تېره یوه میاشت کې، تر سلو زرو زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یوازې په تېرو ۲۲ ورځو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څه باندې ۱۰۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

  د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني په دې اړه داسې وايي: «د هغوی له منځه، له پاکستانه تر ۸۲ زرو زیات کسان، له ایرانه څه باندې ۲۰ زره کسان، او له ترکیې تر۷۰۰ زیات کسان راغلي دي. همداراز، د پاکستان له زندانونو څه باندې دوه زره بندیان خوشې شوي او د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.»

بلخوا، د پاکستان رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د اپرېل میاشتې په لومړیو درېیو اوونیو کې له پاکستانه څه باندې ۱۰۰ زره افغان کډوال وتلي دي.

 د کډوالو د حقونو فعال، محمد خان محمدزی بیا په دې اړه وايي: «د پاکستان اوسنی حکومت د افغان کډوالو پر وړاندې ټولنیز مسوولیت لري او باید د دغو کډوالو د استوګنې ستونزې د ملګرو ملتونو له سازمان سره په همکارۍ حل کړي او پر یوه میکانیزم کار وکړي څو د شړلو بهیر بل وخت ته وځنډول شي.»

ځینې هغه افغان کډوال چې له پاکستانه اېستل شوي، وايي چې  زده کړو، سرپنا او کاري فرصتونو ته بېړنۍ اړتیا لري او له حکومت او مرستندویو بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي.
  
 له پاکستانه را ایستل شوی کډوال، عبدالغفور هم داسې وايي:  «هغه کډوال چې له پاکستانه افغانستان ته راځي، د زده‌کړو او اقتصاد په برخو کې له ستونزو سره مخ دي. هغوی ته د تعلیم زمینې نه برابریږي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له همدې امله، موږ له اسلامي امارته غواړو چې د تعلیم، اقتصاد او سرپناه په برخو کې دا ستونزې حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر دې وړاندې اعلان کړی و چې هوډ لري درې میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه