Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اپرېل په لومړیو دوو اوونیو کې څه باندې ۱۳۰ افغان کډوال راستانه شوي دي

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د روانې اپرېل میاشتې له لومړۍ د دغې میاشتې تر ۱۳مې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱۳۰ زره افغان کډوال را اېستل شوي دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې روان کال دوه میلیونه افغان کډوال له ایران او څه باندې یو میلیون او ۶۰۰ زره نور له پاکستانه را اېستل شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي: «دغه کسان په جبري او یا هم  په داوطلبانه ډول راستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې له پاکستان او ۴۰ سلنه یې له ایرانه هېواد ته راغلي دي.»

د کډوالو د حقونو فعال، علي‌ رضا کريمي و ويل: «اسلامي امارت بايد د راستنېدونکو افغانانو د منلو، بېا مېشتېدو او ټولنيز ادغام لپاره لازم چمتووالی ولري. کوربه هېوادونه هم مسووليت لري چې له کډوالو سره د نړۍوالو قوانينو په چوکاټ کې انساني او مناسب چلند وکړي.»

ورته مهال، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیال افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي.

محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکي: «له هغو ۸۰۰ زرو افغان کډوالو چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته پاکستان ته تللي، نړۍوالې ټولنې یوازې۸۶ زره کسانو ته د استوګنې زمینه برابره کړې.»

پاکستان کې افغان کډوال، رضا سخي و ويل: «د کډوالو ستونزې ډېرې زياتې دي. د مارچ له ۳۱مې وروسته، دغه ستونزې زياتې شوي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې اسناد نه لري يا یې ويزې پایته رسېدلې وي. هغوی بېرته غوښتنليکونه سپارلي؛ خو کومه مرسته نه ده ورسره شوې.»

بل افغان کډوال، ملک‌اول شينواري و ويل: «بايد کډوالو ته وخت ورکړل شي، څو د خپل راتلونکي لپاره بنسټيزې پرېکړې وکړي او داسې زمينه برابره شي چې هغوی په داوطلبانه توګه بېرته ستانه شي.»

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت بیا له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې له را اېستل شویو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.

د دغه وزارت سرپرست ټینګار کړی، چې استوګنیزو ښارګوټي، اوبو رسولو شبکې، ښوونځي، دیني مدرسي، جوماتونه او روغتیايي مرکزونه د راستنېدونکو بېړنۍ اړتیاوې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب و ویل: «د ملګرو ملتونو د بنسټونو، کورنیو او بهرنیو موسسو، خیریه بنسټونو، صنعتي، سوداګریزو او تولیدي ټولنو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتياو رامنځته کولو په موخه د مرستو راټولولو د انسجام لپاره هڅې کړي دي. تر دې دمه ډېری صنعت‌کارانو، سوداګرو،  ټولنو او خیریه موسسو له همغږي کوونکې کمېټې سره همکارۍ کړې دي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم کابل ته په سفر کې  د اسلامي امارت له چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه