Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې له پاکستانه د را ایستل شویو کډوالو په ملاتړ ولسي غونډه جوړه شوه

ننګرهار کې له پاکستانه په جبري ډول د را ایستل شویو کډوالو د لاسنیوي په موخه یوه ولسي غونډه جوړه شوه.

د دغې غونډې ګډونوالو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني حکومت ناوړه چلن وغنده او له مسوولینو یې وغوښتل چې په داوطلبانه توګه دې د افغانانو راستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې شي. 

ننګرهار کې قومي مشر، معلم شمس الحق و ویل: «هغه عمل چې دوی نن په پاکستان له افغان کډوالو سره شروع کړی، دا نه اسلامي دی، نه شرعي دی، نه افغانی دی، نه پاکستانی دی، نه پوهیږم چې دوی په کوم ذهنیت دا کار شروع کړی دی.»

بل قومي مشر، سید قهار امرخېل و ویل: «پاکستانه ته څنګه زما ورور یې چې زما د خور او زما د ورور بې عزتي کوې او ناوړه چلن ورسره کوې.»

دغو قومي مشرانو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني حکومت د ناوړه چلن او زور زیاتي پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې پر چوپتیا هم نیوکې وکړې. 

ننګرهار کې قومي مشر، سردارولي غروال و ویل: «موږ خو انسانان یو، افغانان یو، مونږ خو دې نړۍ کې د اوسېدو حق لرو، مونږ چې پاکستان ته تللي وو له مجبوریته تللي وو، دا ټولو ته مالومه وه نړۍ‌والو تاسو ته هم معلومه وه.»

د ننګرهار اوسېدونکي، قاري رحمت الله و ویل: «پر نړۍ‌والو سازمانونو غږ کوو چې ولې د پاکستان پر وړاندې غلي پاتې یاست، هلته افغان کډوالو سره څومره ظلم کیږي.»

د غونډې ګډونوال وايي، له پاکستانه دغه را ایستل شوي کډوال له جدي ننګونو سره مخ دي او اړوند مسوولین او مرستندویه بنسټونه یې باید ستونزو ته رسېدنه وکړي. 

د غونډې ګډونوال، حیدر خان په دې اړه و ویل: «راشئ فنډ جوړ کړئ د همغه فنډ له لارې هغه افغانان چې را ستنېږي هغوی ته یې برابر کړئ او پرځای دې ولګول شي.»

د دغې غونډې ګډونوالو په یوه پنځه ماده‌ییز پرېکړه لیک کې پر سرپرست حکومت، مرستندویه بنسټونو او ملي سوداګرو غږ وکړ چې له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شویو کډوالو ته دې د لومړنیو مرستو ترڅنګ د سرپناه او دایمي کار زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه