د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په بې سارې څرګندونو کې ویلي، هېواد یې درې لسیزې له ترهګرو ډلو ملاتړ کړی دی.
هغه د «سکای نیوز» له خبري شبکې سره په خبرو کې منلې چې پاکستان دا کار د امریکا، برېټانیا او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو لپاره کړی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد اصف په دې تړاو ویلي: «موږ درې لسیزې دا چټل کارونه د امریکا او لوېدیځ په ځانګړې توګه د برېټانیا لپاره کړي دي. دا یوه تېروتنه وه چې موږ وکړه او له همدې امله اوس دا مسایل موږ ته منسوب کیږي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د امنیتي چارو مرکزي کمېسیون هم ویلي وو، چې یو شمېر تازه جذب شوي ترهګر پاکستان ته لېږدول شوي دي.
د دغه کمېسیون په وینا، دغه کسان د کراچۍ او اسلاماباد له هوايي ډګرونو د بلوچستان او خیبرپښتونخوا بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوي، څو په سیمه په ځانګړې توګه افغانستان کې بریدونه وکړي.
د نظامي چارو شنوونکی، هادي قریشي بیا وايي: پاکستان باید په تېرو درېیو لسیزو کې له خپلو ناکامو تجربو عبرت اخیستی وای. باید خپل ګاونډيو ته یې د دوستۍ، ورورلۍ او نېک ګاونډيتوب لاس ورکړي. د ګاونډيو په ضرر تمام نه شي.
پخوانی ډيپلومات، عزیز معارج هم وايي: اوس هم پاکستان له دغو مسایلو وېره نه لري ځکه د لویدیځ مستقیم ملاتړ ورسره دی. او خپله یې هم وايي چې دا کار یې د لویدیځو هېوادونو په ګټه کړی دی. نوره پایله نه لري خو دا اوس د پاکستان لپاره شرم دی چې وايي ترهګري ورته له نورو سیمو راځي ځکه دا ادعا باید نوره ختمه شي نو.
پاکستان په وروستیو کلونو کې په ځلونو افغانستان تورن کړی چې د دغه هېواد پر ضد یې د بریدونو زمینه برابره کړې، خو اوس د دغه هېواد د دفاع وزیر څرګندونې د اسلاماباد ډېری پخوانۍ دریځونه تر پوښتنې لاندې راوستي دي.
په دې اړه مو اندونه