پاکستان هغو افغان کډوالو ته چې په دغه هیواد کې د لنډمهالي اوسېدو کارټونه یا پي او ار لري څه باندې دوه میاشتې وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، د لنډمهالې استوګنې یا POR کارت لرونکو افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره وروستی نېټه د جون ۳۰مه ټاکل شوې ده.
د پاکستاني رسنیو په وینا، طلال چودري خبرداری ورکړی، چې له دې نېټې وروسته به د کډوالو د رسمي اېستلو بهیر پیل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، طلال چودري ویلي:«افغان کډوال تل زموږ میلمانه پاتې شوي او په درناوي او عزت سره به خپل هېواد ته ستانه شي. خو له دې وروسته، هر هغه څوک چې غواړي بېرته پاکستان ته راشي، باید قانوني وېزه واخلي. د شمېرو له مخې، تر دې مهاله څه باندې ۸۵۷ زره ناقانونه کډوال، چې ډېری یې افغانان دي، خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شوي دي.»
د کډوالو د حقونو فعال، محمد خان طالبي په دې اړه وايي: دغه هېواد مکلف دی چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د دغو کډوالو لپاره خدمتونه وړاندې کړي او هغه ټولنیز مسئولیتونه چې لري، باید د هغوی لپاره په دې هېواد کې د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي
د دې پرېکړې په غبرګون کې یو شمېر افغان کډوال چې د استوګنې قانوني کارتونه لري، وایي، چې دوی ته باید نور وخت ورکړل شي څو د چمتووالي په نیولو سره په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
پاکستان کې افغان کډوال، لعل رحمن بیا وايي: دا کوم وخت چې یې افغان کډوالو ته ورکړی، دې کې باید موږ سره ګوزاره وکړي او پنځه شپږ کاله وخت راکړي. نو افغان کډوال به خپل د کور سامانونه او کار و بار راټول کړي او پخیر به خپل وطن ته ولاړ شي.
په پاکستان کې یو بل افغان کډوال، ملک مجاهد شینواری وايي: دا چې څه باندې ۱۴ لکه افغان کډوال چې د پي او ار کارټونه لري او له تېرو څه باندې ۴۶ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند چارې مخ ته وړي نو د دوی د شتمنۍ راټولول په یوه یا دوه یا درې میاشتو کې نه کیږي.
له دې سره جوخت، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ راپور ورکړی، چې یوازې په اپرېل میاشت کې نږدې ۱۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس، عرفات جمال ویلي: «ځینو ستنو شویو افغانانو کله هم افغانستان نه دی لیدلی. دا هغه هېواد چې له څو لسیزو جګړو وروسته، لا هم له جدي کړکېچونو سره مخ دی. د خلکو نیمایي برخه د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.»
بلخوا، د ACC کارت لرونکو کډوالو د ایستلو بهیر هم د اپرېل له لومړۍ پیل شوې او د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په څه کم تېرو دوو اوونیو کې، له پاکستان او ایرانه تر ۱۳۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه