Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات په ګلران کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه و وېشل شول

د هرات د ګلران ولسوالۍ په بوتان زلزله ځپلې سیمه کې یو ښارګوټی چې تازه په معیاري ډول جوړ شوی، زلزله ځپلو کورنیو ته وسپارل شو.

دغه نوي کورونه د ځینو افغان او ایراني سوداګرو له لوري په ګډه جوړ شوي دي.

د یوه خیریه بنسټ مسوول، سعد خطیبي و ویل: «په بوتان کلي کې مو د هغو کسانو لپاره چې کورونه یې د زلزلې له امله ویجاړ شوي و، د یو ښارګوټي د جوړولو کار پیل کړی و، چې اوس بشپړ شو.»

دغه نوی جوړ شوی ښارګوټی د افغانستان او ایران د خلکو د خواخوږۍ نښه بلل شوی ده.

ځینې ایراني سوداګر وایي، افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکوي.

د ایران او افغانستان سوداګرو د ګډې خونې رییس، محمود سیادت و ویل: «د دواړو هېوادونو او ملتونو د خواخوږۍ نښه جوړه شوه او د دې پروژې نوم هم د خواخوږۍ پروژه ده.»

د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمیسیون غړي، ولي شاه بهره و ویل: «کمیسیون اوس سروې کوي څو روښانه شي کومې کورنۍ له مرستو برخمنې شوې نه دي او کوم کارونه باید د نورو ښارګوټو د جوړولو لپاره ترسره شي.»

دغه ښارګوټي کې د کورونو ترڅنګ د څښاک پاکې اوبه هم برابرې شوې دي.

ګلران ولسوالۍ کې ځینې زله ځپلې کورنۍ چې تر دې وړاندې یې خېمو کې ژوند کاوه، خوشاله دي چې تر شاوخوا یوه نیم کال وروسته یو ځل بیا د کور خاوندان شول.

د هرات د ګلران اوسېدونکي، حبیب الرحمان و ویل: «مونږ به د اوبو د راوړلو لپاره شپږ کیلومټره لیرې تلو خو اوس د اوبو د لاسرسي ستونزه سل په سلو کې حل شوې ده.» 

د هرات د ګلران ولسوالۍ د بوتان کلی د هرات د شمال لویدیځو ولسوالیو یو له لسګونو کلیو دی چې د یوه نیم کال وړاندې ویجاړونکې زلزلې له امله ویجاړ شوي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه