Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د مرستو ځنډېدل؛ د افغانستان مېلیونونه خلک له بشري ناورین سره مخ دي

د افغانستان په ګډون پر نړۍ د امریکا د مرستو د ځنډولو د ټاکلي وخت له پای ته رسېدو د اتو ورځو په تېرېدو سره دغه مرستې بېرته نه‌دي پيل شوې.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د امریکا د مرستو کمېدل په افغانستان کې د مېلیونونو کسانو ژوند ګواښي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي:«افغانستان کې کورنۍ لاهم د خوړو له نا امنۍ، ناروغیو او دوامداره بې‌ثباتي سره مخ دي. د ۲۳ مېلیونه افغانانو لپاره د امریکا متحده ایالاتو مرستې د ژغورنې یوه حیاتي لار ده؛ خو دا مرستې هم اوس مهال په خطر کې دي. د بودیجې کمښت اوس مهال د افغانستان پر زیانمنو ټولنو؛ په ځانګړې توګه پر ماشومانو او ښځو ویجاړونکې اغېزې کړې دي. ای‌ارسي د امریکا متحده ایالاتو د مرستو له کمولو وروسته اړه شوې، چې په افغانستان کې ځينې ژغورني خدمتونه وځنډوي.»
  
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د دغو مرستو تر ټولو لوی برخه ترلاسه کوونکي د افغانستان عادي خلک وو، او حکومت په‌کې هېڅ ډول مداخله نه‌لرله؛ خو کله چې دغو مرستو سیاسي رنګ او بوی واخیست، مرستې کمې شوې یا هم د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شوې. په پایله کې، د افغانستان ډېر عادي خلک زیانمن شول؛ له درې مېلیونو ډېر ماشومان، چې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي، او همداراز د افغانستان روغتیايي سکټورونه زیان ولید. نو زه فکر کوم هرکله چې دا مرستې سیاسي بڼه غوره کړي، عادي خلک چې د بشري حقونو اصلي ناقضین نه‌دي، تاوان ویني.»

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د حمل په شلمه نېټه امریکا د افغانستان او یمن لپاره د خوړو نړیوال پروګرام اړوند د امریکايي مرستو درېدود خبر تائید کړ.

اقتصاد وزارت وايي، چې امریکا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټونو ۳۷ سلنه بودیجه تمویلوله چې اوس یې دغه بهیر درولی دی. دغه وزارت ټینګار کوي، چې د دغو مرستو ځنډولو د ۳۱ هغو بنسټونو فعالیتونه هم اغېزمن کړي دي، چې د امریکا له خوا یې مالي ملاتړ کېده.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په دې هکله وویل:«د ملګرو ملتونو هغه مرستې چې د افغانستان له لارې یې داخلي او بهرني بنسټونه وېشل، ۳۷ سلنه یې د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې (USAID) له خوا تمویلېدې، چې اوس مهال درول شوې دي. د دې کار په پایله کې، د ۳۱ داخلي او بهرني بشردوستانه مؤسسو فعالیتونه چې ډېر تمویل یې د امریکا له خوا کېده، زیانمن شوي دي.»

افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ زیاتوالی، له هغو ننګونو دي، چې دېری هېوادوال ترې کړېږي.

د سمنګان اوسېدونکی سمیع‌الله وايي:«له اسلامي امارته یوازې دا غوښتنه لرو، چې موږ ته دې یوه دایمي دنده پیدا کړي؛ داسې کار وي، چې هره ورځ دوه سوه یا سل افغانۍ عاید ولري، څو وکړای شو کار وکړو. د دې بې‌ثباته کارونو څخه ستړي شوي یو؛ له سهاره تر ماښامه ګرځوو، خو هېڅ نه پیدا کېږي. له دې نه به دا ښه وي، چې که دوه یا درې سوه افغانۍ هم وي؛ خو که دایمي وي، ډېر به ښه وي.»

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د راپور له مخې، افغانستان له یوه سخت بشري کړکېچ سره مخ دی او له ۲۲٫۹ مېلیونه ډېر خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د وروستیو لسیزو جګړو، اوږدمهاله اقتصادي بحران او چاپېریالي ستونزو مېلیونونه افغانان بې‌وزلۍ ته ټیل وهلي، او له هرو درې افغانانو یو د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه