Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا پوهنتون زده‌کړیالانو او استادانو دغه پوهنتون کې یو موزیم جوړ کړی دی

د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ځینو استادانو او زده‌کړیالانو په دغه پوهنتون کې یو موزیم جوړ کړی دی.

مسوولین د دغه موزیم د جوړولو موخه له خپل کلتور او تاریخ سره د زده‌کړیالانو اشنايي او د تاریخي اثارو خوندیتوب یادوي.

دغه موزیم کې له ډبرو او  لرګیو جوړ بېلابېل څه د پاسه درې سوه تاریخي، کلتوري او لرغوني اثار نندارې ته ایښودل شوي دي. 

د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي رييس، رحيم الله داوود‌‌زي و ویل: «په دې موزيم کې تاريخي اثار او ځيني پخوانۍ او دوديزې جامې او د بېلابېلو دورو سيکې دي څو زموږ تاریخ او فرهنګ ژوندی وساتل شي.»

د پکتيا پوهنتون علمي مرستیال، عبدالله مسلم و ویل: «دې موزيم ته موږ پوره پام کړی او له دې وروسته به يې هم ورته کوو، پلان لرو چې يو ارشيف جوړ کړو چې نه يوازې دا تاريخي اثار به پکې ساتل کيږي بلکې د زده‌کړیالانو له لوري شوې پنځونې او بيلابيل توکي به هم پکې ساتل کیږي.»

په همدې حال ځینې زده‌کړیالانو له اړونده مسوولینو غواړي چې دغه موزیم ته یو ځای ځانګړی کړي.

د پکتیا پوهنتون زده‌کړیال، رحمت الله طوطاخېل و ویل: «د پخوانيو خلکو جامې، جنګي وسايل او د خوراکي څښاک لوښي پکې دي. موږ ته د هغوی ژوند راښيي او ډير څه ترې زده کوو او دا ژوندی تاريخ دی.»

د پکتیا پوهنتون بل زده‌کړیال، جهان شاه همت و ویل: «موزيم موږ ته دا راښايي چې زموږ پخوانيو څه ډول ژوند او له دښمن سره څنګه مبارزه کوله، موږ د هغوی فکر خپلوو، کولی شو په خپل ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کړو.»

زده‌کړیال، نظر محمد ماهر په دې اړه له مسوولینو غواړي: «که يو جلا او منظم ځای ورته جوړ او دا اثار په ځانګړې الماري کې ځای پر ځای شي ليدونکي به هر توکی په اسانه پيدا او پېژندلی شي.»

د پکتیا پوهنتون مسوولین د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې په کورونو کې شته تاريخي اثار او نور ارزښتمن توکي د خوندیتوب لپاره دغه موزيم ته وسپاري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه