د هرات د سیلو مسوولین وايي، د ډوډۍ پخولو څانګې تر بندېدو وروسته، دغه سیلو له جدي ستونزو سره مخ ده.
د مسوولینو په خبره، تر دې وړاندې د هرات سیلو ۱۷۰ کارکوونکو شاوخوا شل زره ډوډۍ تولیدولې خو دا مهال یې د ډوډۍ څانګې له بندېدو سره د کارکوونکو شمېر ۱۲ تنو ته راکم شوی دی.
د هرات د سیلو رییس، احمد ثابت و ویل: «په سیلو کې دوه کارونه ترسره کیږي چې پکې نانوايي او د غنمو زېرمه کول شامل دي. زموږ د غنمو زېرمه هم کمه ده او د نانوايي په برخه کې مو تر يو کال مخکې د هرات له حوزوي روغتون سره قرارداد درلود خو دا قرارداد خصوصي سکټور له موږ اخیستی او دا مهال هیڅ قرارداد نه لرو.»
د هرات د سیلو ریاست د کنټرول مدیر، عماد حسیني و ویل: «لومړی دې مرکزي او بیا دې سیمه ییز چارواکي زموږ ملاتړ وکړي. که سیمه ییز چارواکي زموږ ملاتړ ونه کړي، موږ په پښو نشو درېدلی او اداره فلج کیږي . اوس موږ نږدې فلج یو. زموږ دنده د غنمو زېرمه کول او ډوډۍ پخول دي خو دا مهال له موږ سره هیڅ پوځي یا ملکي قرارداد نشته.»
د هرات سیلو چې څه باندې نیمه پېړۍ وړاندې جوړه شوې، ډېری وسایل یې زاړه او له کاره لوېدلي دي.
د هرات سیلو د غله جاتو مدیر، فرهاد مجاهد زاده و ویل: «موږ ډېرې تخنیکي ستونزې لرو او له اسلامي امارته غواړو چې د سیلو ستونزو ته، چې د هېواد د غنمو زېرمه ده، رسېدنه وکړي.»
د سیلو کارکوونکي، غلام محمد امیري و ویل: «سیلو ستونزې لري. ماشينونه او وسايل یې زاړه دي.»
خو د هرات سیمهییز مسوولین وايي، تر دې وروسته به د ملکي او پوځي ادارو د وچې ډوډۍ قراردادونه د دغه ولایت له سیلو سره وکړي.
د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي و ویل: «د هرات سیمه ییزه اداره د سیلو د لا پیاوړتیا او ښې کارونې په موخه یو لړ پروګرامونه په پام کې لري، څو په راتلونکي کې هم د هرات د سیلو کارونه اغېزناک وي.»
هېواد کې په ټوله کې د کابل، بلخ، هرات، کندهار او بغلان پنځه سیلوګانې فعالیت کوي.
دغه سیلوګانې د غنمو او اوړو زېرمه کولو، ژرندې او د ډوډۍ، کیک او کلچو پخولو په درې برخو کې فعالیت کوي.
دا مهال په ډېری دغو سیلوګانو کې یوازې غنم زېرمه کیږي.
په دې اړه مو اندونه