Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي له هند او ازبیکستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټينکار کوي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې له مشر انند پرکاش سره په کتنه کې، له هند سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغې کتنه کې، امیرخان متقي او انند پرکاش د دوه اړخیزو سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي موضوع‌ګانو او د سیمې د وروستیو سیاسي تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همداراز ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول ضیا‌ء احمد تکل په دې هکله وویل:«د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې افغانستان کې اوس‌مهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي او هندي پانګوال دې له دغو فرصتونو په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي.»

په همدې حال کې امیرخان متقي د ازبېکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم پر بیلابېلو اقتصادي، سوداګریزو، سیاسي مسایلو او دغه‌راز د افغان - ټرانس پروژې په اړه په درې اړخیزې ناستې خبرې کړې دي.

امیرخان متقي ویلي، چې افغانستان په بشپړ ډول د دا ډول لویو پروژو عملي کولو او له ازبېکستان سره د اقتصادي، سیاسي او ټرانزیټي اړیکو پیاوړتیا ته چمتو دی.

ښاغلی تکل زیاتوي:«د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا، په ځانګړې توګه د افغان–ټرانس د رېل پټلۍ د پروژې او د (افغانستان–ازبیکستان–پاکستان) د درې اړخیزې ناستې د جوړېدو په اړه، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په‌کې ګډون وکړي، خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.»

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا د سیمې له هېوادونو سره همکاري د افغانستان په ګټه بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی قطب‌الدین یعقوبي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د دغو اړیکو پراختیا د افغانستان له لارې او د افغانستان د اوسني سیمه‌ییز اهمیت او دریځ په پام کې نیولو سره، کولی شي د ثبات، اقتصاد، امنیت او همداراز د ټولنیزو او کلتوري اړیکو په برخو کې مهم او اساسي رول ولوبوي.»
 
د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې رییس په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتوالي سره سم، اتاري - واګه بندرونه د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر مخ تړل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه