Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۴ کال د کانکور لومړی پړاو ازموینه د غبرګولي په ۷مه اخیستل کېږي

ټاکل شوې، چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لومړنی پړاو د غبرګولي میاشتې په اوومه نېټه د هېواد د ۱۱ ولایتونو له داوطلبانو واخیستل شي.

د ملي ازموینو اداره وايي، چې د سږني کال د کانکور ازموینه به په ټول هېواد کې په پنځو پړاوونو کې ترسره شي.

د ازموینو ملي ادارې د مسوولانو په وینا، ټولټال به له ۱۱۲ زرو څخه ډېر داوطلبان د لوړو، نيمه‌لوړو زده‌کړو مؤسسو او د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو ته جذب شي.

د ازمونیو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني په دې هکله وویل:«دا به په پنځو پړاوونو کې بشپړېږي، ان‌اشالله درې پړاوونه به په ولایتونو کې وي، یو پړاو به په کابل کې وي، څلورم او پنځم پړاو به بیا هغه متفرقه وي، کوم چې په ولایتونو کې پاتې شوي ځوانان دي.»

د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د کانکور ازموینې دویم پړاو به د غبرګولي له ۲۸مې نېټې څخه تر ۳۰مې پورې ترسره شي، درېیم پړاو به د چنګاښ له ۴مې تر ۶مې نېټې پورې وي، څلورم پړاو به د چنګاښ په ۱۳مه نېټه ترسره شي، او وروستی پړاو، یعنې متفرقه ازموینه، به د چنګاښ په ۲۰مه نېټه واخیستل شي.

د ازموینو ملي ادارې تخنیکي سلاکار یما امان وايي:«په لیسانس پروګرامونو کې ۷۶ زره او ۴۰۰ تنه لوړو زده‌کړو ته شامل دي؛ په نیمه‌عالي پروګرامونو کې ۳۳ زره او ۵۵۰ تنه شامل دي؛ او په فوق لیسانس (ماستري او دوکتورا) پروګرامونو کې هم ۳ زره تنه شامل دي.»

د ازموینو ملي ادارې د مسوولانو په وینا، د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور عمومي پایلې به د چنګاښ میاشتې په پای یا د زمري میاشتې د لومړۍ اوونۍ په پیل کې اعلان شي.

د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه داسې مهال ترسره کېږي، چې لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو برخلیک روښانه شوی نه‌دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه