Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امیرخان متقي د قطر لومړي وزیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د امیر خان متقي قطر ته د خپل سفر په لړ کې، د دغه هېواد د لومړي او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره کتنه کې، د افغانستان پر روان وضعیت او د قطر له لوري د افغان ولس پر ملاتړ خبرې کړې دي.

په دغې کتنه کې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د افغان ولس پر ملاتړ او امنیت، ثبات، هوساینې او په افغانستان کې یوه مناسب ژوند ته د رسېدو لپاره د دغه هېواد پر دوامداره هڅو ټینکار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون ماښام د قطر د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

پخواني ډپيلوماټ عزیز معارج په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په افغانستان په پېښو کې منفي لاسوهنه نه‌ده لرلې او د افغانستان خلک له قطره خوښ دي. له دې امله، له قطر سره د اړیکو پراختیا د افغانستان لپاره ګټوره ده؛ ځکه چې دا د افغانستان اړیکې پراخوي او د هېواد د انزوا په کمولو کې مرسته کوي. دا کار د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو لپاره هم ښه دی.»

قطر له هغو هېوادونو دی، چې له متحده ایالاتو سره نږدې اړیکې لري. کارپوهان په دې اند دي، چې د امیرخان متقي او د قطري چارواکو ترمنځ کتنه کې، باید له امریکا او اروپایي هېوادونو سره د سیاسي تعاملاتو د پراخولو پر موضوع ډېر تمرکز وشي.

د سیاسي چارو شنونکی امان‌الله هوتکي وايي:«قطر په دې ګټور بولم او قطر ته زموږ د بهرنیو چارو وزیر سفر هم ګټور بولم او قطر په خپله په دې ګټور دی، چې امریکا او اورپا ته نږدې دی له ټولې نړۍ سره یې اړیکې ډېرې ښې دي او هغه داسې دی لکه یوه اډه او د نورو هېوادونو استازې په کې حضور لري.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«قطر له افغانستان سره مشترکاتو ته که وګورو، داسې نه څه متضادې ګټې لري او نه یې داسې تراوسه کومه مداخله کړې، چې د افغانستان لپاره بد نیت ولري. قطر د افغانستان په اړه مثبت رول ادا کړی دی او د راتلونکي لپاره هم د دې هیله شته، چې د افغانستان لپاره په سیاسي برخه کې یو ګټور هېواد پرېوځي.»

پرون (دوشنبې، د غويي په اوومه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د امیرخان متقي د سفر د یوې اوونۍ د معافیت له منظورۍ خبر ورکړ.

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اپریل له ۲۷مې د ۲۰۲۵ کال د مۍ تر ۴مې، له قطري چارواکو سره د لیدو کتو په پار ښاغلي متقي ته د سفر معافیت ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه