په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راټواټه له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې صلاحیت دی.
ښاغلی راټواټه خبرې اترې، د دواړو خواوو د اندېښنو ارزونه او د حل لارې موندل د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په برخه کې مهم ګڼي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال وویل:«ډېری غړو هېوادونو په دې برخه کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي، چې یوه مهمه مسئله په هېواد کې د ښځو او نجونو وضعیت دی او نورې مسئلې هم شته؛ خو زما په اند مخامخ خبرو، د دواړو لوریو د اندېښنو ارزونې او د ګډې حل لارې موندلو ته اړتیا ده، څو ګام په ګام پرمختګ وشي.»
ښاغلي اندریکا له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو زیاتوي، هڅې روانې دي، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه په دې تړاو خبرو ته کېني او له کوربه هېوادونو د کډوالو راستنېدل په داوطلبانه ډول ترسره شي.
ښاغلي راټواټه زیاتوي:«دا زموږ لپاره ستره اندېښنه ده. موږ هڅه کوو دواړه حکومتونه خبرو ته وهڅوو او د څارونکي رول ولوبوو، څو د بېرته ستنېدو بهیر خوندي، داوطلبانه او باعزته وي او وضعیت په ښه ډول مدیریت شي، چې دا مسئله ډېره مهمه ده. هر انسان حق لري، چې خپل هېواد ته ستون شي، خو دا بهیر باید په امنیت او خونديتوب سره ترسره شي. ایران او پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې په خپله خاوره کې د مېلیونونو افغان کډوالو ښه کوربتوب کړی. خو زه وایم چې اوس باید داسې لار پیدا کړو، چې دغه بهیر په خوندیتوب او عزت سره مخ ته ولاړ شي. لکه څنګه چې په ۲۰۲۳ کال هم چارواکو ورته اقدامات وکړل او یو شمېر کډوال راستانه شول. نو دا بهیر زموږ لپاره د وضعیت د ښه مدیریت فرصت برابرولای شي.»
هغه دغهراز په هېواد کې د اوږدمهالې پانګونې لپاره د هڅو ډاډ ورکوي او وایي، چې له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره شاوخوا ۱۴ مېلیارده ډالر ځانګړي شوي دي.
هغه وویل:«نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او رسنیو نړۍ ته د افغانانو اړتیاوې ښودلې دي، او له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره شاوخوا ۱۴ ملیارده ډالر ځانګړي شوي دي. له دې منځه، ۸.۷ ملیارد ډالر د بشري مرستو لپاره ځانګړي شوي وو، ځکه چې په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا تر بل هر وخت ډېره احساس شوې وه، په ځانګړې توګه د اوسني حکومت په لومړیو دوو کلونو کې.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال په هېواد کې د بشري مرستو د کموالي په تړاو په اندېښنې سره وایي، چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به ۲۳ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
په دې اړه مو اندونه