Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غويي اتمه؛ افغانستان کې د وروستي کمونستي حکومت نسکورېدو ورځ

له نن څخه ۳۳ کاله مخکې، د ۱۳۷۱هجري لمریز کال د غويي په اتمه مجاهدین وتوانېدل چې، له څوارلس کلنې مبارزې وروسته، د ډاکټر نجیب‌الله په مشرۍ وروستۍ کمونستي حکومت را وپرځوي او واک ته ورسېږي.

د سیاسي چارو شنونکی سید اسحاق ګیلاني په دې هکله وویل:«د افغانستان د ملت قرباني هېڅکله باید له پامه ونه غورځول شي. د افغانستان ملت د خپلواکۍ او د الله (ج) د کلمې لپاره د سره شوروي ځواکونو پر وړاندې یو نیم مېلیون شهیدان ورکړل.»

په دې لړ کې د مجاهدینو تر واکمنېدو وروسته، په هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شوې، چې له امله یې زرګونه کسان ووژل شول او ټپيان شول او مېلیونونه نور اړ شول، چې نورو هېوادونو ته کډوال شي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«کله چې مجاهدین کابل ته داخل شول، هغوی مشخصه طرحه نه درلوده. خواشیني دا وه، چې هغوی په پېښور کې یوه شورا جوړه کړې وه، چې د هغې له مخې باید صبغت‌الله مجددي درې میاشتې لنډمهالی ولسمشر وي، وروسته باید برهان‌الدین رباني شپږ میاشتې ولسمشر وي، او بیا به یوه لویه جرګه جوړه شي او د ټاکنو له لارې یو دایمي حکومت رامنځته شي.»

تر دې وړاندې اسلامي امارت د غويي اتمه د هېواد د ازادۍ او ویاړلې تاریخي ورځ بللې او له هېوادوالو یې غوښتي، چې د یو باثباته افغانستان د دوام لپاره اسلامي نظام ته ژمن پاتې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه