د افغانستان لومړنۍ ۲۳۰ کسیزې ډلې د حج په سږني مناسکو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب وايي، چې د زیارت کوونکو د سهولت لپاره لازم چمتووالی نیول شوی دی
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست زیاتوي:«د حاجیانو د انتقال لپاره ۹۷ الوتنې په پام کې نیول شوې دي. د دغو الوتنو له لارې به ۳۰ زره حاجیان له هېواده سعودي عربستان ته واستول شي، چې په کې ۶۵۲ ښوونکي هم شامل دي.»
نوموړی زیاتوي، چې د زیارت کوونکو د لا ښه خدمت لپاره به ۶۵۲ ښوونکي او ۳۰۰ تنه خدمتي کارکوونکي هم له دغو کاروانونو سره سعودي عربستان ته واستول شي.
له دې سره هممهاله، د ریاستالوزرا اداري مرستیال افغان حاجیانو ته د ټولو اسانتیاو پر برابرولو په ټینګار سره، له افغان حاجیانو غواړي، چې د کوربه هېواد اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې هکله وايي:«هر یو حاجي باید تر خپله وسه هڅه وکړي، چې د خپل ستر ملت سمه استازولي وکړي. دوی باید ښه اخلاق، پوره درناوی، او د کوربه هېواد اصول او قوانين په پوره پام سره مراعات کړي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه هم څرګندوي:«زموږ ډېری هېوادوال، چې حج ته ځي، عمرونه یې ډېر وي او سپینږیري وي. له ښوونکو، چې یو ستر مسوولیت ورته سپارل شوی، هیله دا ده، چې له هر حاجي صاحب سره د خپل پلار، سپینږیري ورور یا مشر په شان چلند وکړي.»
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال د حج په مناسکو کې د افغانستان ونډه ۳۰ زره کسان دي. ټاکل شوې دغه زیارت کوونکي په ۹۷ الوتنو کې د دوو هوايي شرکتونو په مټ سعودي عربستان ته ولېږدول شي.
په دې اړه مو اندونه