پل خشتي، چې د کابل له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده، تل د ګڼې ګوڼې او د سړک پرغاړه د توکو د پلورونکو د پراخ حضور شاهده وي.
خو اوس د کابل ښاروالۍ په دې سیمه کې د یوه معیاري ځمکتل د کار په پیلولو سره د ښاري وضعیت د ښه والي لپاره عملي ګام پورته کړی دی.
دغه ځمکتل یا زیرزمینې چې د نویو ښاري سټنډروډونو پر بنسټ جوړیږي، د هېوادوالو لپاره شپږ د ورننوتو او وتو لارې لري. دغه راز، دا پروژه د ۳۴۰ هټيو د ظرفیت لري. د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وایي، د دې پروژې موخه د سړک پرغاړه د توکو د پلورونکو د ستونزو هوارول، ښاري پراختیا او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمتالله بارکزی په دې اړه داسې وايي: «په ټوله کې دغه بازار ۳۴۰ هټۍ لري او مساحت یې ۷ زره او ۲۸۰ متره مربع دی. هغه معیارونه چې په دې بازار کې موجود دي، د نني دور معیارونه دي؛ د اور وژنې سیسټم لري، سولر سیسټم لري، ښاري تشنابونه لري او د یوه عصري بازار ټولې اړتیاوې پوره لري. د کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د ځمکې لاندې بازارونو په جوړولو سره د لاسي خرڅلاو ستونزه لا ښه حل کړي او همدا راز د ګرانو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.»
د پل خشتي د ځمکتل پروژې انجنیر، ولي خان هم وايي: « تر ځمکې لاندې دغه بازار شپږ لارې لري: دوه لارې د سرچوک لور ته، دوه لارې د پل خشتي لور ته، او دوه لارې یې په منځ کې دي. سربېره پر دې، دا د ځمکې لاندې بازار لیفټ هم لري، څو هغه کسان چې له زینو تګ راتګ نشي کولای، ترې ګټه واخلي.»
د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم د ښاروالۍ دا ګام ستايي او وايي، دا ډول ځمکتلې نه یوازې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره ګټور کار دی، بلکې د ښار په کچه د سوداګریزو فعالیتونو نظم په ښه والي کې هم مهم رول لري.
محمدخان، د کابل یوه اوسېدونکي، طلوعنیوز ته و ویل: «پخوا به لاس ګاډي په سړک ولاړ وو چې خلکو ته یې ستونزې جوړولې، اوس هغه کسان چې وس لري، کولای شي هټۍ واخلي او خپل کار پرمخ یوسي.»
عیدمحمد، چې د کابل یو بل اوسېدونکی دی، وایي: «دا بازار په یوه ښه موقعیت کې جوړ شوی او په معیاري ډول جوړ شوی دی. دا خلکو ته یوه اسانتیا ده.»
د یادونې ده چې د پل خشتي د ځمکتل د جوړېدو چارې تر اوسه څه باندې۹۰ سلنه بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې اړه مو اندونه