د می میاشتې اوله د کارګر له نړیوالې ورځې سره سمون لري.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین په کابل کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې په هېواد کې د کارګرانو پر ملاتړ ټينګار سره وویل، هڅې روانې دي چې یو شمېر کارګران د کار لپاره بهر ته واستول شي.
محمد زاهد احمدزی زیاته کړه چې دغه وزارت د کارګرانو د شکایتونو د اورېدو مدیریت جوړ کړی، څو د هغوی ستونزو او شکایتونو ته رسېده ګي وشي.
هغه و ویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارګرو لپاره د سمع شکایت امریت جوړ کړی څو د هرچا ستونزو ته رسېدنه وشي. او هیڅوک حق نه لري چې د کارګرو په حق کې ظلم وکړي او دوی ته حق ور نه کړي.
د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې سرپرست، عبدالمتین مولوي زاده په دې اړه بیا وايي: مسوولین او کار ورکوونکي باید کارګرانو ته د مناسب کار، مناسب معاش او ژوند برابرولو ته پاملرنه وکړي. ملت باید له دوی سره په عزت او درناوي چلند وکړي او په ټولنه کې د دوی د سپکاوي مخه ونیسي.
په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د کار د نړیوال سازمان جګپوړي همغږي کوونکي په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر مشارکت په ټينګار سره زیاته کړه چې جبري کار، خراب کاري شرایط، د کاري خوندیتوب نقض او د روغتیایي معیارونو نشتوالی د افغانستان د کارګرانو پر وړاندې جدي ستونزې ګڼل کېږي.
د حابیي اکاره په وینا، په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو، یو ماشوم د اقتصادي ستونزو له امله درانه کار ته اړ کېږي.
د افغانستان لپاره د کار د نړیوال سازمان جګپوړی همغږي کوونکی، ټېټ حابیي اکاره ویلي: «ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او له هغوی پرته نه کوم واقعي پرمختګ شونی دی او نه هم پایېدونکې وده. تر ټولو خواشینوونکی دا ده چې له هرو پنځو ماشومانو یو یې چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ کلونو دي، د اقتصادي ستونزو له امله کار کولو ته مجبورېږي.»
کارګر، صفی الله بیا وايي: «که څه هم زموږ کار نسبتاً اسانه دی او ډېر یې د ماشین له لارې ترسره کېږي؛ خو داسې کارګران هم شته چې په ډېرو سختو او درنو کارونو بوخت دي. له هغوی کارکوونکو (کارفرمایانو) څخه غواړو چې دغو کارګرانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»
د کارګر نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې پرون د افغانستان د کارګرانو ټولنې ویلي وو، چې اوسمهال په هېواد کې نږدې یو نیم میلیون کارګر بې کاره دي.
په دې اړه مو اندونه