Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صادق: له افغانستان سره د اړیکو له پامله غورځول د پاکستان په زیان تمام شوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، په یوه سیمه‌ییزه غونډه کې د کابل او اسلام‌‎اباد ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي غوښتنه کړې ده.

هغه «د پاکستان او افغانستان اړیکې د ترهګرۍ تر سیوري لاندې» په نوم غونډه کې خبرداری ورکړی، چې له افغانستان سره د اړیکو له پامه غورځول تل د پاکستان په زیان تمام شوي دي او پاکستان باید ژر تر ژره له افغان دولت او ولس سره رغنده تعامل پیل کړي، چې مثبتو پایلو ته ورسېږي.

محمد صادق زیاته کړې:«د افغانستان اړیکې، د پاکستان لپاره له خورا مهمو اړیکو څخه دي. کله چې مو دا اړیکې له پامه غورځولي، تاوان مو ورکړی دی. دا مشهوره اصطلاح چې وایي، پر وخت یو بخۍ نهه بخۍ خوندي کوي. له افغانستان سره زموږ پر اړیکه پوره صدق کوي.»

په دغې غونډه کې، د ازبیکستان د منځنۍ اسیا د نړۍوالو مطالعو د انسټېټیوت رییس جولان وخابوف هم افغانستان د سیمې لپاره یوه سټراټېژیکه فرصت بللی او د خپل هېواد په بهرني سیاست کې یې له افغانستانه ملاتړ کړی دی.

جولان وخابوف ویلي:«موږ افغانستان ته د یوه سټراټېژیک فرصت په سترګه ګورو؛ د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ همکاري. زموږ دریځ روښانه دی، د نښلولو له لارې ثبات دا زموږ د بهرني سیاست بنسټ دی.»

له بلې خوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست، امیرخان متقي، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار، په یوې ټلېفوني اړیکه کې د ټرانزیټي ستونزو د حل او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په دې هکله وویل:«په دغو ټلېفوني خبرو کې دواړو لورو ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې تماسونه او د پلاوو تګ راتګ ولري او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وشي.»

 د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی، په دې اړه وايي: «د افغانستان په تړاو د پاکستان پالیسي د دغه هېواد د پوځ په لاس کې ده، نه د ملکي حکومت په واک کې. دا یوه نیمګړتیا ده او پاکستان باید پر دې مسئله له سره کتنه وکړي.»

د هغې اعلامیې له مخې چې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوه، په دغه ټلېفوني اړیکه کې دواړو خواوو د سولې او د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. همداراز، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا اسحاق ډار ته کابل ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه