هرات کې ځینو فرهنګیانو، دیني عالمانو او شاعرانو د یوې غونډې په جوړولو سره د خواجه عبدالله انصاري د زوکړې ۱۰۵۰ کلیزه ونمانځله.
په دري ژبه د اسلامي عرفان نومیالی شاعر خواجه عبدالله انصاري په پنځمې هجري پېړۍ کې په هرات کې زېږېدلی و.
کشف الاسرار، مناجات نامه، صد میدان او الهي نامه د خواجه عبدالله انصاري د غوره اثارو په توګه پېژندل کیږي.
د هرات د پیر زیارت متولی، میر محمد ارحم و ویل: «د شیخ الاسلام د سترې څېرې د کلیزې د نمانځنې په موخه دغه غونډه جوړه شوې ده.»
د فرهنګیانو په خبره، د هرات د پیر اثار د افغانستان، سیمې او ګاونډیو هېوادونو سربېره د اسلامي نړۍ د ډېری عارفانو او متفکرینو پام ور اړولی دی.
د فرهنګي چارو کارپوه، ولي شاه بهره و ویل: «دغه غونډه تېرو، نننیو او راتلونکو ترمنځ تړون دی او زموږ باید خپل مسوولیت ترسره کړو.»
د فرهنګي چارو بل کارپوه، ګل احمد نظري اریانا و ویل: «د دغه راز معنویت، فکر او ادب سره چې موږ کولای شو په وسیله یې د مادي نړۍ د ټولو منفي اغېزو پر وړاندې ودریږو او مقاومت وکړو.»
د هرات د اطلاعاتو او کلتور یاست د هنر او فرهنګ امر، حمیدالله غیاثي په دې اړه و ویل: «پر عامه فکر خپلې ځانګړې اغېزې لري او موږ یې باید انتقال کړو.»
خواجه عبدالله انصاري په ۳۸۵ هجري لمریز کال کې په هرات کې زېږیدلې او په ۴۶۷ هجري لمریز کال کې وفات شوی و.
نوموړي له ۲۵ زیات ادبي او عرفاني اثار په میراث پرېیښي چې د دري ژبې عرفاني ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري.
په دې اړه مو اندونه