Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نږدې ۳۵ رواني ناروغان له درملنې وروسته کورنیو ته وسپارل شول

د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي چې د ۱۷ ښځو په ګډون یې ۳۵ هغه رواني ناروغان چې درملنه یې شوې وه خپلو کورنیو ته ورستانه کړي دي.

له رواني ناروغۍ رغېدلی یو، علي سینا دی، چې ۲۳ کاله عمر لري.

د هغه کاکا وايي، هغه له سویډن تر را شړل کېدو وروسته، نږدې یو کال په دغه روغتون کې بستر وو.

د علي سینا کاکا، نثارالله وايي:  «د علي‌سینا حالت ډېر خراب و. هغه په سویډن کې و خو له هغه ځایه د نامعلوم دلیل له مخې وشړل شو. کله چې دلته راغی، وضعیت یې ډېر خراب و. موږ یې ډېره درملنه وکړه، ډېرو ځایونو ته مو یووړ، خو کومه پایله مو ترلاسه نه کړه، تر دې چې مجبور شوو او اوس له یو کال راهیسې په سره میاشت کې بستر دی.»

رغېدلی، علي سینا هم وايي: «زما کورنۍ مجبوره شوه چې ما سره میاشت ته راوړي او نن له دې ځایه رخصتېږم، ډېر خوشحال یم.»

د افغاني سرې میاشتې سرپرست، شهاب‌الدین دلاور وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې پنځه زره او ۴۸۴ تنه رواني ناروغان د دوی تر درملنې لاندې دي.

ښاغلی دلاور په دې تړاو داسې وايي:  «الحمدلله، په ټول افغانستان کې پنځه زره او ۴۸۴ ناروغان د ښو او مخلصو ډاکترانو تر درملنې لاندې دي.»

په ورته وخت کې، یو شمېر نور رغېدلي له اړوندو بنسټونو غواړي چې د رواني ناروغانو درملنې ته ډېر پام وکړي او د درملنې مرکزونه زیات کړي.

 یو بل رغېدلی، مرتضی بیا وايي: «مهرباني به مو وي، خپل ملاتړ له داسې مرکزونو سره جاري وساتئ؛ زما په شان کسان مرستې ته اړتیا لري. ستاسې مرسته کولای شي ژوند ته بدلون ورکړي.»

له بلې خوا، د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون رییس، وايي د افغاني سرې میاشتې له لوري د رواني ناروغانو د درملنې له هڅو ملاتړ کوي

 د نړۍوال سره صلیب او سرې میاشتې رییس، میلن گزدیویک خپل نظر داسې وړاندې کوي: "نړۍوال فدراسیون، د ډنمارک سره میاشت او زموږ شریکان له نورو هېوادونو سره ژمن دي چې د افغاني سرې میاشتې او د رواني روغتیا کلینیکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. موږ هیله لرو چې نور ډېر ناروغان بیرته خپلو کورنیو، عزیزانو او ټولنې ته ستانه شي."

د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو لمخې، په ټول هېواد کې د رواني ناروغانو له ډلې ۹۷۰ تنه په روغتونونو کې بستر دي، او ۴،۷۴۱ تنه بیا له بستر کېدو پرته تر درملنې لاندې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه