په پلازمېنه کې د شهیدانو او معلولانو ځينې کورنۍ له خپلو اقتصادي ننګونو شکایت لري.
دوی له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو د مرستې او د دوی ستونزو ته د رسېدو غوښتنه کوي.
معلول حسیب په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«پلار مې هم معلول دی، زه خپله هم معلول یم. زموږ په کور کې څوک نشته چې نفقه پیدا کړي. د کور کرایه، د برېښنا بېلونه او د ژوند ټول لګښتونه راټول شوي. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، چې زموږ حقوق راکړي.»
د معلول مور فرشته هم وايي:«موږ اته کسان یو. دوه معلولین لرو، پلار یې ړوند دی. زوی مې بېکاره ناست دی. له اسلامي امارته، خو خوشاله یو، تېر کال یې زموږ پیسې حواله کړې وې. سږ کال هم دا هیله لرو، چې د زوی معاش مې ژر حواله شي، ځکه کور مو کرایي دی.»
د حسیب ترڅنګ، د شهیدانو او معلولانو ځينې کورنۍ هم چې د خپلو ستونزو د حل لپاره د کابل د شهیدانو او معلولانو ریاست ته راغلي دي، له اسلامي امارت او مرستندویو موسسو غواړي، چې لا ډېرې مرستې ورسره وکړي او حقوق یې ورکړي.
د یوه شهید د کورنۍ غړې مهریه وايي:«شپږ یتیمان لرم، خپله د کور سرپرسته یم. ماشومان مې واړه دي، زوی مې اوس څوارلس کلن شوی. له موږ دې ملاتړ وشي، کور مو کرایي دی.»
بلخوا، د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ډاډ ورکوي، چې د شهیدانو او معلولانو له کورنیو سره د لا زیاتو مرستو د برابرولو هڅې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند وايي، د شهیدانو، معلولانو او یتیمانو د ستونزو د هواري لپاره یې له تېر کال راهیسې له خیریه بنسټونو سره نږدې ۸۲ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش څرګندوي:«د خوراکي او غیر خوراکي توکو، ویلچر، معلولانو ته د کاري زمینې برابرول او نورې مرستې ورکړل شوې او لا هم روانې دي. زموږ هڅه دا ده، چې دغه مرستې زیاتې شي څو د دوی اقتصادي ستونزې حل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دغه وزارت ویلي وو، په تېرو درې نیمو کلونو کې یې په دغه وزارت کې څه باندې ۶۵۳ زره کونډې، یتیمان او معلولان ثبت کړي او په همدې موده کې یې شاوخوا ۱۲مېلیارده او ۵۰۰ مېلیونه افغانۍ مرستې هم برابرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه