Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګرو ملتونو په پکتیکا کې زلزله ځپلو ته زر کورونه جوړ او سپارلي

د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ زلزله ځپلو ته زر کورونو جوړ او په واک کې ورکړل شول.

دغه بنسټ په دې ولسوالۍ کې د دغو کورونو سربېره يو روغتون او يو ښوونځی هم جوړ کړی او ویلي، چې پر دغې پروژې  ۷٫۸ مېليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی دی. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رييس عرفات جمال وايي:«موږ د زرو کورونو د جوړولو ژمنه کړې وه، هغه مو پوره کړه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه زره کسان په‌کې مېشت او زموږ له مرستو برخمن شول.»

د پکتيکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس حمدالله فاتح په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په دې ټولو کورونو اوه اعشاریه اته مېليونه امريکايي ډالره لګښت راغلی، چې يو کلينيک او يو ښوونځی هم په‌کې شامل دي.» 

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي ۴۵ کلن نايب خان ته د جوړ شوي کور کيلۍ سپارل کېږي، هغه خوښ دی، چې له نږدې درې کاله بې کورۍ وروسته د خپل کور خاوند شو. 

نايب خان وویل:«دا پاخه کورونه يې راته جوړ شول ډير پرې خوشاله يو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې څخه مننه کوو موږ سره يې لويه همکاري وکړه خو موږ دې نه هېروي ځکه ډېرې نورې کورنۍ هم ورته اړتيا لري.»

د ګيان ولسوالۍ نور زلزله ځپلي هم د دې کورونو جوړېدو ته خوښ دي؛ خو د چاردېوالۍ جوړېدو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. 

د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی مومين د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«د دې کور په جوړيدو ډير حوشاله يم ځکه نږدې درې کاله مو په خيمو کې ژوند وکړ.»

د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی نظير شاه هم وویل:«غوښتنه مو دا ده، چې نورې مرستې هم راسره وکړي کور مو جوړ دی ټول په‌کې نه ځايېږو او بايد د دې کورونو په جوړولو کې راسره همکاري وشي.»

د ۱۴۰۱ لمريز کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د پکتيکا ګيان او برمل ولسوالۍ سختې زلزلې وځپلې او زرګونه کورنۍ بې کوره شوې. په ګيان ولسوالۍ کې لا هم تر ۲۵۰ کورنۍ سرپناه نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه