هغه افغان چې په دې وروستیو کې له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړای شوي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ته د کار او ماشومانو ته یې د زدهکړو زمینه برابره شي.
عصمتالله هم یو له هغو کډوالو دی، چې اوس اوس د کابل په یو پنډغالي کې ځای پر ځای شوی دی او داسې وايي:«موږ له حکومته غواړو، اوس چې موږ راستانه شوي یو، موږ ته کور، کاروبار او د زموږ د ماشومانو لپاره د زدهکړو زمینه برابره کړي. موږ هېڅ هم نهلرو، هر څه مو په پاکستان کې پاتې دي.»
له پاکستانه را ایستل شوي شفیعالله هم وویل:«زموږ د اولادونو لپاره دې د زدهکړې زمینه برابره شي او له موږ سره دې مرستې وشي. هلته مو ډېر خراب حالت درلود.»
له بلې خوا، د اقتصاد او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونه ډاډ ورکوي، چې د راستنېدونکو لپاره د مرستو د جلب، جذب او د کاري زمینو د برابرولو په برخو کې هڅې روانې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوعنیوز ته وايي:«له کورنیو او نړۍوالو ادارو سره، د اقلیم بدلون له امله اغېزمن شویو خلکو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو د ستونزو، د سرپناهونو جوړولو، ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو او د عامه ګټو تاسیساتو د بیا رغونې لپاره بشردوستانه مرستې راټولې شي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي هم وویل:«په هغو سیمو کې چې افغان کډوال پهکې اوس اوس هېواد ته راستنېږي، سیسټم دې فعال شي او په دې سیسټم کې د دوی مشخصات، تعلیم، معلومات، تخصص او تجربه ثبت شي تر څو په راتلونکي کې د دې مشخصاتو پر بنسټ د کار زمینه ورته برابره شي.»
تر دې مخکې د کور او ښار جوړولو وزارت هم ویلي و، چې راستنو شویو کډوالو ته یې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره په ټول هېواد کې شپېته ښارګوټي جوړ کړي دي.
په دې اړه مو اندونه