په غزه کې د تاوتریخوالي او انساني ناورین د زیاتېدو له دوام سره سم، د هرات اوسېدونکو او شتمنو د غزې له اړمنو سره ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته کړې ده.
دغه پیسې په ۳۸ پړاوونو کې غزې ته رسېدلي او د ټپیانو درملنې، څښاک پاکو اوبو او خوړو برابرولو په برخو کې لګول شوې دي.
امیر محمد خادم چې هرات کې د دغو ولسي مرستو همغږی کوونکی دی وايي، مرستې یې په منظم ډول راټولې کړي او په پنځه زریزو او لس زریزو کڅوړو کې غزې ته استول کیږي.
امیر محمد خادم د طلوعنیوز خبریال ته زیاته کړه: «یو لک او ۹۰ زره امریکايي ډالر مو په ټولیز ډول واستول، په ځینو پړاوونو کې پنځه زره، اته زره او په ځینو پړاوونو کې مو لس زره ډالر واستول. د څلور سوه، درې سوه او دوه سوه ډالرو په څېر جزوي مرستې موږ نه حسابوو، په ۳۸ پړاوونو کې مو تر دې مهاله مرستې لېږلې چې یو لک او ۹۰ زره امریکايي ډالر کیږي.»
د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، په وروستیو میاشتو کې په غزه کې لسګونه تنه په ځانګړي ډول ماشومان د لوږې له امله مړه شوي دي.
د غزې ځینې اوسېدونکي د هرات د اوسېدونکو نغدي مرستو ته په اشارې، د دغه ډول مرستو د دوام غوښتنه کوي.
د غزې یوه اوسېدونکي و ویل: «موږ دغه راز په غزه کې خلکو ته د څښاک پاکو اوبو زمینې برابرولو په برخه کې مرسته کوو، او دا درېیم ټانکر دی چې د الله ج د رضا په پار یې پر اړمنو وېشو. د افغانستان له خلکو د دغې مرستې په پار منندوی یو، الله ج دې تاسو ته د خیر بدله درکړي.»
د غزې بل اوسېدونکي و ویل: «موږ د دغه کار له ترسره کوونکو مننه کوو او له هغوی غواړو چې د غزې تړانګې له بې ځایه شویو لپاره لازیاتې هڅې وکړي، الله ج دې تاسو ته خېر او ښه بدل درکړي.»
د اسراییلو له لوري د غزې محاصرې او د بشري مرستو مخنیوي د غزې اوسېدونکي له سختې لوږې سره مخ کړي او د زرګونو خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو او عمر خوړلو کسانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.
د هرات اوسېدونکي، عبدالجبار غلامي و ویل: «دا زموږ دیني او ایماني مسوولیت دی چې په ورځني او یا هم په میاشتني ډول لس افغانۍ په غزه کې له خپلو مسلمانو وروڼو او خوېندو سره مرسته وکړو.»
د هرات بل اوسېدونکي، نجیب الله و ویل: «هر مسلمان په هره ژبه او د نړۍ په هرځای کې کولای شي چې له دغو مسلمانو وروڼو سره په فلسطین کې مرسته وکړي.»
اسراییل له څه باندې یو نیم کال راهیسې پر غزې یرغل پیل کړی چې د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو پر بسټ، دغه موده چې څه د پاسه ۵۳ زره فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ زره نور ټپیان دي.
د اسراييلي پوځیانو مرګونو بریدونو ترڅنګ سخته لوږده او د ژوند لومړنیو اسانتیاو نشتوالي په جدي ډول د غزې د اوسېدونکو ژوند ستونزمن کړی دی.
په دې اړه مو اندونه