د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روان زیږیز کال د اپریل له لومړۍ، د مې تر دولسمې پورې، له ګاونډیو هېوادونو له ۱۷۰ زرو زیات افغان کډوال ایستل شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، له دې شمېرې ۱۲۸ زره کسان له پاکستانه، له ۴۳ زرو زیات له ایران، او ۱۳۲۲ نور له ترکیې ایستل شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني ویلي: «د روان زیږیز کال د اپریل له لومړۍ، د مې تر دولسمې نېټې پورې، ۱۷۱ زره او ۹۳۷ کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۲۸ زره او ۴۸ کسان له پاکستانه، ۳۴ زره او ۷۵۲ له ایرانه، او ۱۳ زره او ۲۲ تنه له ترکیې، هېواد ته راستانه شوي دي.»
د وزارت ویاند زیاته کړې، چې په همدې موده کې له پاکستاني بندخونو له ۳۳۰۰ زیات افغان بندیان هم ازاد شوي دي.
دغه افغانان ډیری یې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي وو او د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
ځینې شنونکي ټینګار کوي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت باید له نورو هېوادونو سره، په ځانګړي ډول د هغو چې افغانان پکې بندیان دي، د خپلو وګړو وضعیت تعقیب کړي.
د سیاسي چارو شنونکي، محمد زلمي افغانیار و ویل: «کله چې د افغانستان وګړي د سیمې یا له سیمې بهر هېوادونو کې بنديان وي، نو لازم ده چې سرپرست حکومت د هغوی د خلاصون لپاره له ډیپلوماتیکو اړیکو کار واخلي.»
تر ګاونډیو هېوادونو سربېره، په یو شمېر عربي هېوادونو کې هم ځینې افغانان د بېلابېلو دلایلو له امله، چې یوه یې ناقانونه حضور دی، بندیان دي.
تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و، چې د عمان له بندخونو یې نهه تنه افغان وګړي ازاد کړي دي.
په دې اړه مو اندونه