Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امیرخان متقي له ایران سره د دوه اړخیزو خبرو اترو لپاره تهران ته تللی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په رسمي بلنه، نن (شنبې، د غويي ۲۷مه) تهران ته ولاړ.

ټاکل شوې چې ښاغلی متقي په دغه سفر کې، «د تهران د خبرو اترو په فورم کې» د ګډون سربېره، د ایران د بهرنیو چارو وزیر او ټولو جګپوړو چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو کې د شته مسایلو په تړاو خبرې اترې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«په دې پلاوي کې چې د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف هم شامل دی په پام کې ده، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د تهران د خبرو اترو فورم کې د ګډون ترڅنګ، د خپل ایراني سیال او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري او پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې سره وکړي.»

دا تهران ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست درېیم رسمي سفر دی. د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې اند دي، چې د کابل او تهران په اړیکو کې شته ستونزو ته په کتو، دا سفر کولای شي اغېزناک وي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالناصر شفیق په دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل:«له ایران سره زموږ اړیکې باید تر بل هر ګاونډي هېواده ښې وي؛ موږ تاریخي او کلتوري مشترکات لرو او ایران د تاریخ په اوږدو کې له موږ په سره په تقابل کې نه‌دی راغلی.»

دم‌ګړۍ له ایرانه د افغان کډوالو ایستل، ټرانزیټي مسایل او د حق‌ابې موضوع د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو مهم چورلیزونه شمېرل کېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه