د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د اندېښنو له زیاتېدو سره، ځينې افغان کډوال چې په پاکستان او ایران کې مېشت دي، د دوی پر وړاندې له شته ستونزو شکایت کوي.
دوی له سرپرست حکومت او کوربه هېوادونو غواړي، چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
پاکستان کې افغان کډوال عتیقالله منصور په دې هکله وايي:«سره له دې چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو میلیارډونه ډالر پانګه د کوربه هېواد اقتصاد ته ګټه رسولې، خو هغوی لا هم د خپل او د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه په پاکستان کې ډاډمن نه دي.»
پاکستان کې افغان کډوال عنایتالله الکوزی هم څرګندوي:«زموږ افغان کډوال په ایران کې هم له جدي ننګونو سره مخ دي؛ هغوی په کورونو کې قرنطین شوي، او له بده مرغه نهشي کولای د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره له کوره ووځي.»
ورتهمهال، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) شمېرې ښيي چې له ۲۰۲۳م کال راهیسې تر اوسه، له ایران او پاکستانه څه باندې ۳٫۴ مېلیونه افغانان په خپله خوښه یا جبري توګه بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې افغان کډوال باید په خپله خوښه او په عزت او پت خپل هېواد ته ستانه کړل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي:«له ۲۰۲۳ زیږیز کال څخه تر اوسه څه باندې ۳٫۴ مېلیونه افغان کډوال په خپله خوښه یا په جبري توګه له ایران او پاکستانه راستانه کړل شوي دي. یوازې په تېره اپرېل میاشت کې له ۲۵۰ زرو زیات کسان راستانه شوي دي. UNHCR ټینګار کوي چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدنه باید په داوطلبانه او په عزت کې ترسره شي.»
د کډوالو د برخې کارپوه جمعه خان پویا وايي:«د افغانستان مسوولان باید د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په ګډون د نړۍوالو بنسټونو په منځګړیتوب، د کډوالو کوربه هېوادونه دې ته قانع کړي، چې د اخلاقي اصولو، نړۍوالو ژمنو او د نړۍوالو کنوانسیونونو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې په چوکاټ کې پاتې شي او خپلو ژمنو ته وفادار ووسي.»
بل لور ته، د ایران رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر اسکندر مومني له قوله راپور ورکړی، چې دا مهال نږدې دوه مېلیونه غیر قانوني وګړي په ایران کې مېشت دي. نوموړي، د افغانستان او ایران ترمنځ د کلتوري او تاریخي ګډو اړیکو یادونه کړې، خو زیاته کړې ده، چې هېواد یې نشي کولای دومره شمېر "میلمانه" ومني، او د غیرقانوني کډوالو ستنول د ایران له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
په دې اړه مو اندونه