د قزاقستان د اوبیزو سرچینو مرستیال اصلان عبدالرحیماوف، په افغانستان کې د قوشتېپې کانال د جوړېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي په استانه کې په یوې غونډه کې ټينګار کړی، چې د دغه کانال جوړېدل کولای شي د قزاقستان د اوبو امنیت ته ګواښ رامنځته کړي او په دغه هېواد کې به د سیردریا سیند اوبه د پاموړ کمې کړي.
د ټایمز اف سنټرال اسیا ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د «بایتاق قزاقستان» ګوند رییس هم ویلي، چې شونې ده د قوشتېپې کانال د امو سیند ۲۵ تر ۳۰ سلنې اوبه واړوي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود په دې هکله وویل:«هېڅ ډول قانوني او حقوقي ستونزه او د ګاونډیانو په حقوق کې هېڅ ډول یرغل نهدی شوی. افغانستان د لومړي ځل لپاره غواړي، چې خپل حقوق شخصاً ترلاسه کړي او هغه په عادلانه او قانوني توګه استفاده کړي.»
د قزاقستاني چارواکو په اند، د دغه کانال له جوړېدو سره، ازبیکستان او ترکمنستان به کمې اوبه ترلاسه کړي او په پایله کې شونې ده، چې د سیردریا له سینده ډېرې اوبه واخلي؛ هغه موضوع چې کولای شي له دغه سینده د قزاقستان ګټه اخیستنه ۴۰ سلنه کمه کړي.
د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ خونې د عامل پلاوي رییس وسیم صافی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«موږ کولای شو چې د سبزیو، غلو دانو او غوړ لرونکو نباتاتو په برخو کې ځانبسیاینې ته ورسېږو، او خپلې اړتیاوې د همدې کانال او د هغه شاوخوا کرنیزو ځمکو له لارې پوره کړو.»
د دې څرګندونو په غبرګون کې، د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د دغه کانال جوړول به هېڅ هېواد ته زیان ونه رسوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«د قوشتېپې کانال هېڅ ګاونډي هېواد ته زیان نهرسوي، او د اسلامي امارت سیاست د ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره، د ښه ګاونډیتوب پر اصل ولاړ دی.»
په دې راپور کې همداراز راغلي، چې د قوشتېپې کانال جوړېدل او د منځنۍ اسیا د اوبو پر امنیت د هغه احتمالي اغېزې، د استانې په وروستي نړۍوال کنفرانس کې له مهمو موضوعاتو وو، چې پهکې د تاجیکستان، قرغیزستان، افغانستان او ترکمنستان استازو د دغې پروژې پر اغېزو او د سیمې د اوبو د وېش پر پراخو مسایلو خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه