د غزني د خوږیاڼي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، له کلونو راهیسې له هر ډول بنسټيزو او عامه خدمتونو څخه بې برخې پاتې شوي دي.
دوی وايي، د ژوند بنسټيزو اسانتیاو ته د نه لاس رسۍ له امله له ننګونو سره مخ دي.
د خوږیاڼو ولسوال، محمد نعیم په دې اړه وايي:《زموږ په سیمه کې اساسي کارونه او پروژې نه دي پلې شوې، چې د خلکو ستونزې ورباندې حل شي. نه مو هم تردې مهاله سړکونه جوړ شوي. موږ خپلې غوښتنې تر کابله رسولې دي.》
د غزني د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی، سید اکبر هم داسې وايي:《د څښاک اوبو لپاره یو کیلو متر مزل کوو، باغونو او ونو مو اوبه نه دي لیدلې.زموږ سیمه د اوبو له اړخه ډیره خواره ده، دلته وچکالي ده، برمې نه وهل کیږي ټوله تیږه ده.》
سربیره پر دې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو له کمښت څخه هم شکایت کوي.
دوی وایي، په سیمه کې یې د اړتیا وړ روغتیایي خدمتونو ته د نه لاس رسي سربیره، د ښوونځيو د کمښت له امله ځينې ماشومان له زده کړو بې برخې شوي او یا هم د زده کړو لپاره د غزني تر ښاره مزل کوي.
هلته یو ښوونکی، لطف الله بیا وايي: زموږ ښوونځی کم دي، د ټولې ولسوالۍ په کچه څلور ښوونځي لرو. زموږ سیمه پراخه ده، ډیری ماشومان مو له زده کړو بې برخې دي او زده کړییزو مرکزونو ته لاس رسۍ نه لري.
یو زده کوونکی، محمد ادریس بیا وايي: له اسلامي امارته زموږ غوښتنه ده چې، لیسې راته جوړې کړي، موږ دلته یوازې څلور لیسې لرو او رسیدګي ورته ډیره سخته ده.
رحمت الله چې د دغه ولایت اوسېدونکی دی، خپل نظر داسې شریکوي: موږ ځکه ځوریږو چې زموږ ناروغان دلته په شپو ورځو پراته وي، موږ امکانات نه لرو چې خپل ناروغان ځای ته ورسوو. زموږ غوښتنه داده چې دلته روغتونونه زیات شي.
بلخوا د غزني سیمه ییز مسوولین وایي، سرپرست حکومت د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو هواري ته ژمن دی.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمید الله نثار هم وايي: د غزني سیمه ییزه اداره او په ټوله کې اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې د غزني ولسونو، په ځانګړې توګه مستحقو ولسونو ته خدمتونه وړاندې کړي او د دوی لاس نیوی وکړي.
د غزني خوږیاڼو ولسوالۍ د دې ولایت یوه له جنګ ځپلو ولسوالیو بلل کیږي، چې د تېرو دوو لسیزو راهیسې پکې د پام وړ پراختیایي او ټولګټو پروژو د نه عملي کېدو له امله یې اوسېدونکي د ژوند اړینو اسانیتاوو ته محدود لاس رسۍ لري.
په دې اړه مو اندونه